کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩٧): مشرانو جرګې د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ټاکنو د جلا ترسره کېدو په اړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون له طرحې ملاتړ وکړ.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وویل، دغه کمېسیون سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو ته داسې طرحه وړاندې کړې چې له مخې به یې په غزني ولایت کې د ولسمشرۍ او ولسي جرګې ټاکنې پر یو وخت ترسره شي.
دغه راز نوموړي زیاته کړه، په دې طرحه کې وړاندیز شوی چې د ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې دې پر یو وخت او له ولسمشرۍ ټاکنو جلا ترسره شي.
ابراهیمي وویل، د ټاکنو کمېسیون به دغه طرحه له سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو سره تر مشورو وروسته حکومت ته وړاندې شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکي کال د وري میاشتې په ۳۱ مه ترسره شي.
د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې د کمېسیون د هغې طرحې په اړه چې د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې د بنسټونو استازو ته وړاندې شوې وه، خبرې وشوې.
په مشرانو جرګه کې د غزني د خلکو استازي محمد رحیم حسنیار له دې طرحې د ملاتړ تر څنګ په غزني ولایت کې پر یو وخت د ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو او ولسي جرګې د ټاکنو ترسره کېدل ستونزمن وبلل او ویې ویل: ((د ټاکنو کمېسیون پر یو وخت د یادو ټاکنو د ترسره کېدو توان نه لري.))
هغه وویل، په دغه وضعیت کې پر یوه ورځ د درېیو ټاکنو ترسره کېدل ستونزمن دي او په هېواد کې به د بحران د رامنځته کېدو لامل شي.
په دې جرګه کې د زابل د خلکو استازي زلمي زابلي د ټاکنو خپلواک کمېسیون طرحې ته په اشاره وویل: ((موږ ستونزه نه لرو چې کومې ټاکنې مخکې یا وروسته کېږي. موږ د رڼو ټاکنو ترسره کېدو غوښتنه کوو، که ټاکنې پر یو وخت ترسره شي، زما په نظر د ولسي جرګې د ټاکنو مديریت ته په کتو یې توان نه لرو. سره له دې چې په جلا توګه به د ټاکنو ترسره کېدل حکومت ته ښه نه وي، خو د ټاکنو له شفافیت سره به مرسته وکړي.))
په مشرانو جرګه کې د کندوز د خلکو استازي عبدالله قرلق د ټاکنو کمېسیون پر مديریتي کمزورتیا د نیوکې تر څنګ وویل: ((که د ولسمشرۍ ټاکنې هم د ولسي جرګې ټاکنو ته ورته ترسره شي، په هېواد کې به بحران رامنځته شي، د ټاکنو له ترسره کېدو مخکې باید کمزورتیاوې په نښه او د اصلاح لپاره یې اقدام وشي، پرته له دې به د ولسمشرۍ ټاکنې ډېرې بدې وي.))
د مشرانو جرګې دویم منشي محمد اصف صدیقي چې د نننۍ ناستې مشري یې پر غاړه وه هم د ولایتي شوراګانو او ولسمشریزو ټاکنو د جلا ترسره کېدو په اړه د کمېسیون د پرېکړې هرکلی وکړ او له سیاسي ګوندونو او مدني فعالانو یې وغوښتل چې د کمېسیون له دې طرحې ملاتړ وکړي.
په ورته وخت کې یو شمېر سیاسي ګوندونو او د ټاکنو څارونکو بنسټونو ویلي چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو د جلا ترسره کېدو طرحه د قانون خلاف او د لویې جرګې جوړېدو ته د زمینې له برابرولو تېښته د اساسي قانون تعدیل دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن