فیض اباد (پژواک، ۱۳ لړم ۹۷): د بدخشان پولیس وايي چې د دغه ولايت په مرکز فیض اباد ښار کې یوه کس د خپلې مېرمنې د کورنۍ درې غړي د کلاشينکوف پر ډزو وژلي دي.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديريت سرپرست او د کشف امر پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نجیب الله په نوم یوه کس پرون له غرمې وروسته شاوخوا ۳:۳۰ بجې په فیض اباد ښار کې د کورني اختلافاتو له امله خپله خواښې، خوښينه او باجه وژلي دي.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې بي بي عايشه له خپلې ۲۵ کلنې لور نتیجې، د پامير۲۰مې فرقې د دویمې لوا افسر محفوظ الله چې د دې کورنۍ نوی زوم دی، د بي بي عايشې زوم او خوريې نجیب الله له لوري، د فیض اباد ښار لومړۍ ناحیه کې وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې قاتل د پېښې له ځایه تښتېدلی خو د پولیسو له لوري تر تعقیب لاندې دی.
هغه وویل: ((په لومړنیو څېړنو کې جوته شوې ده چې پېښه د کورني اختلافاتو له امله رامنځته شوې ده.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن