د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

تخار کې د جګړو له امله ١٥٠٠ کورنۍ بې ځايه شوې دي

ټولنه

ارشيف

تخار کې د جګړو له امله ١٥٠٠ کورنۍ بې ځايه شوې دي

Nov 04, 2018 - 16:13

تالقان (پژواک،١٣لړم٩٧): د تخار په څلورو ولسواليواليو کې د پرله پسې جګړو له امله شاوخوا ١٥٠٠ کورنۍ بې ځايه شوي چې دا مهال په مرکز تالقانو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

په دغو ولسواليو کې خواجه بهاوالدين، خواجه غار، دشت کلا او ينکي کلا شاملې دي.

د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ د بازار اوسېدونکي ارباب سميع الله د لړم په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسي جرګې له ټاکنو څو ورځې وړاندې په دې ولسوالۍ کې سختې جګړې پيل شوې دي.

هغه وايي: ((جګړې ډېرې شوې، طالبان بېخي نږدې شول، خلک په وېره کې شول، اوس دلته راغلي او تالقانو ښار کې په خېمو کې اوسېږي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، يواځې د خواجه بهاوالدين د بازار له سيمې څخه شاوخوا درې سوه کورنۍ تالقانو ښار ته بې ځايه شوې دي.

دى زياتوي: ((هوا دلته ډېره سړه ده، خېمو کې ياستو، ماشومان او ښځې ناروغان شوي، بېړنيو مرستو ته اړتيا لرو.))

دغه راز د دشت کلا اوسېدونکي فيروز پژواک ته وويل: ((زموږ په ولسوالۍ کې هم جګړه وه، موږ دلته د تالقانو او فرخار ولسوالۍ ترمنځ په يوه دښته کې په خېمو کې پراته يو.))

هغه وايي، حکومت تر اوسه ورسره د يوې خېمې، يوې بورۍ وريجو او غوړو مرسته کړې چې د دوى اړتياوې نه شي پوره کولى.

ده او يو شمېر نورو بې ځايه شويو ويل چې په سختو ستونزو کې دي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري چې بايد ورسره وشي.

خو دوى ټينګار کاوه چې حکومت دې د دوى سيمې امن کړي، ترڅو بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

په دې اړه د تخار دکډوالو چارو رييس محمد ياسين لبيب پژواک ته وويل چې په څلورو ولسواليو کې د پرله پسې جګړو له امله شاوخوا ١٥٠٠ کورنۍ بې ځايه شوې دي.

دى وايي، د بې ځايه شويو کورنيو سروې پيل شوې او له ځينو سره يې د خېمو ترڅنګ د نورو لومړنيو توکو مرستې هم شوې دي.

ده هم ټينګار وکړ چې امنيتي ځواکونه دې د دغو خلکو په سيمو کې عمليات وکړي، ترڅو سيمې امن شي او بېرته ستانه شي.

 په دې اړه د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير پژواک ته وويل چې په يادو سيمو کې د امنيت ټينګښت د سيمه ييز حکومت له واکه پورته دى.

هغه وايي: ((موږ مرکز ته يو پلان لېږلى، ترڅو په دغو سيمو کې قوي هوايي او ځمکني عمليات وکړي چې سيمې امن شي او خلک خپلو کورونو ته ستانه شي.))

د يادونې ده چې خواجه بهاوالدين، خواجه غار، دشت کلا او ينکي کلا د تخار ولايت د ناامنو ولسواليو په ډله کې دي چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement