ترينکوټ (پژواک، ۱۳ لړم ۹۷): په اروزګان ولايت کې سرچينې وايي چې د مرکز ترينکوټ اړوند په پای ناوې سيمه کې د ملي پولیسو او اردو يوه قرارګاه تېره شپه د وسله والو طالبانو لاسته لوېدلې ده.
د دغه ولايت سرچينو د لړم په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې قرارګاه کې ټول ۲۵ پوليس او د اردو سرتېري مېشت وو چې تېره شپه د وسله والو طالبانو تر ډله ييز برید وروسته ياده نظامي قرارګاه سقوط شوې ده.
سرچینه وايي، تر دې مهاله معلومه نه ده چې د تېرې شپې په نښته کې څو پولیس او اردو وژل شوي، خو په وینا یې هلته شته وسلې او وسایط هم طالبانو وړي دي.
د اروزګان ولایتي شورا هم پېښه تاییدوي خو د جزئياتو په اړه يې معلومات نه درلودل.
د دغه ولایت دولتي مسوولین بیا په دې اړه له رسنیو سره معلومات نه شریکوي.
د ملي دفاع وزارت يوې سرچينې د اروزګان مرکز ترینکوټ پای ناوی سیمه کې د قرارګاه سقوط تاييد کړ او هم يې په یادې قرارګاه کې د سرتېرو وژل کېدل او نا درک کېدل ومنل، خو دا چې څومره سرتېري مړه او نادرک دي، معلومات نه ورکوي.
وسله والو طالبانو هم رسنیو ته په لېږل شوی پیام کې ویلي چې تېره شپه د دوی ملګرو په پای ناوې سیمه کې د تبۍ کوتله قرارګاه سقوط کړی او په کې لس سرتېري يې وژلي او ۱۳ نور يې له ځان سره وړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن