ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي امنیت سلاکار د ناامنه ولسوالیو د وضعیت پر ښه کېدو ټينګار وکړ

د ملي امنیت سلاکار د ناامنه ولسوالیو د وضعیت پر ښه کېدو ټينګار وکړ

author avatar
4 Nov 2018 - 20:50
د ملي امنیت سلاکار د ناامنه ولسوالیو د وضعیت پر ښه کېدو ټينګار وکړ
author avatar
4 Nov 2018 - 20:50

کابل (پژواک ١٣ لړم ٩٧): د هېواد د ملي امنیت سلاکار له ګواښ سره د مخامخ ولسوالیو د وضعیت پر ښه کېدو ټينګار وکړ.

د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امنیتي او دفاعي سکټور رهبرۍ جلسې نن ماښام د فراه، ارزګان، سمنګان، فاریاب او ننګرهار ولایتونو په امنیتي وضعیت او پر خپل وخت د هېواد امنیتي او  دفاعي ځواکونو ته د تجهیزاتو په رسېدو بحث وکړ.

سرچينه کاږي، دغه جلسه چې د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشرۍ او د امنیتي او  دفاعي سکټور د وزیرانو په حضور کې د ملي امنیت شورا د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه، سترو امنیتي او دفاعي مسوولینو خپل امنیتي او استخباراتي راپورونه وړاندې کړل.

سرچينه زياتوي، د هېواد د ملي امنیت سلاکار له ګواښ سره د مخامخ ولسوالیو د وضعیت پر ښه کېدو ټينګار وکړ او سپارښتنه يې وکړه، چې امنیتي او دفاعي ارګانونه دې په همغږۍ او هر اخیز ډول په دې برخه کې مشترک اقدامات تر لاس لاندې ونیسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.