ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ۳۰۰ فابریکې د یوه سوداګر پر زوی د برید په غبرګون کې تړل شوې دي

ننګرهار کې ۳۰۰ فابریکې د یوه سوداګر پر زوی د برید په غبرګون کې تړل شوې دي

author avatar
4 Nov 2018 - 16:37
ننګرهار کې ۳۰۰ فابریکې د یوه سوداګر پر زوی د برید په غبرګون کې تړل شوې دي
author avatar
4 Nov 2018 - 16:37

جلال اباد (پژواک، ۱۳ لړم ۹۷): د ننګرهار سوداګرو د دغه ولايت د شيخ مصري په صنعتي ښارګوټي کې د يوه سوداګر پر زوی د وسله وال بريد په غبرګون کې کاربنديز کړی او د خپل امنيت د ټينګښت غوښتنه يې کړې ده.

تېره ورځ د دغه ولايت د سره رود ولسوالۍ اړوند په شیخ مصري صنعتي پارک کې وسله والو د يوه سوداګر پر زوی بريد وکړ، هغه او یو ساتونکی یې ټپيان شوي او بل ساتونکی يې وژل شوی دی.

سوداګرو نن (د لړم ۱۳مه) د دغه ولايت د صنعت کارانو او کانونو اتحاديې په انګړ کې د رسنيز کنفرانس پر مهال خپله یاده پرېکړه اعلان کړه.

د سوداګرو له ډلې حاجي زلمی وايي، په ننګرهار کې د سوداګرو د ژوند، اولاد او مال خوندي کولو لپاره هېڅ ډاډ نه دی موجود او هر ځای يې د ترور امکان شته.

هغه زياته کړه، دوی د خپل امنيت د ټينګښت غوښتلو په غبرګون کاربنديز اعلان کړی او تر هغه وخته به دوام ولري چې د بشپړ امنيت ټينګښت ډاډ نه وي ورکړل شوی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې له دوو سوو څخه زياتې فابريکې شته چې په تړل کېدو سره يې له ۷۰۰۰ زيات کارګر بې روزګاره شو.

دغه راز د ننګرهار د شوکاڼو د پروسس فابريکو د ټولنې مشر حاجي ولي خوږياڼي وويل، دا لومړی ځل نه دی چې دا ډول پېښه رامنځته کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم سوداګر، صنعتکاران، زرګران او صرافان لسګونه ځله په نښه شوي دي.

دغه راز د انجينر قاسم يوسفي په نوم سوداګر چې د کورنيو غوړیو د توليد کارخانه لري، وايي، پرون يې د سره رود ولسوالۍ اړوند د شيخ مصري صنعتي ښارګوټي کې د خپلې فابريکې مخې ته وسله والو تر بريد لاندې راوستی دی.

نوموړي وويل، بريد پنځو وسله والو کړی، زوی يې او يو ساتونکی يې ټپيان شوي او موټر چلوونکی يې ځای پر ځای وژل شوی دی.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي له پژواک سره په مرکه کې تاييد کړه چې تېره ورځ پر سوداګرو بريد شوی او دوه کسان ټپيان شوي او يو بل وژل شوی دی.

هغه ډاډ ورکړ چې د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه په ننګرهار کې د همدغو ستونزو د حل لپاره د اقتصاد عالي شورا جوړېږي چې د سوداګرو تر څنګ به په کې امنيتي او ملکي ادارو مسوولين هم موجود وي.

د يادولو ده، د ننګرهار سوداګرو له دې مخکې هم په ځلونو د خپل امنيت د نه موجوديت له امله اندېښنې شريکې کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.