ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“هېوادوال دې د بهرنيو بې کيفيته توکو پر ځای داخلي توليدات وپېري”

“هېوادوال دې د بهرنيو بې کيفيته توکو پر ځای داخلي توليدات وپېري”

author avatar
4 Nov 2018 - 17:44
“هېوادوال دې د بهرنيو بې کيفيته توکو پر ځای داخلي توليدات وپېري”
author avatar
4 Nov 2018 - 17:44

مزار شريف (پژواک، ١٣ لړم ٩٧): د بلخ ولايت يو شمېر ښځينه سوداګرې او د لاسي صنايعو توليد کوونکې مېرمنې وايي، هېواد وال دې د بهرنيو بې کيفيته توکو پر ځای داخلي توليدات وپېري.

سوداګرو دغه غوښتنه د لړم په ۱۳مه، مزار شريف ښار کې د ښځو د لاسي صنايعو او زراعتي توکو د نندارتون پر مهال وکړې.

د بلخ ولايت د سوداګرۍ او صنايعو خونې اجراييه مدير نصير احمد قاسمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد نندارتون د رابعه بلخي مارکېټ په ساحه کې د درې ورځو لپاره پرانيستل شوی چې ۴۰ غرفې لري.

هغه زياته کړه، ياد نندارتون کورنيو توليداتو ته د بازار موندنې او همداراز له ښځينه سوداګرو څخه د ملاتړ په موخه جوړ شوی دی.

د ده په وينا، په دغه نندارتون کې لاسي صنايع، کرنيز توليدات، خوراکي او د پوښاک توکي نندارې ته وړاندې شوي، چې نږدې ټول يې د ښځو په لاس توليد شوي.

نوموړی زياتوي، بلخي مېرمنو له ټولو امنيتي او ټولنيزو ستونزو سره مبارزه کړې او د دغه ولايت په سوداګرۍ کې فعاله ونډه لري.

د هغه په خبره، هېوادوال بايد له يادو ښځينه سوداګرو او د هېواد له ملي اقتصاد سره د مرستې په موخه د کورنيو توليداتو پېرلو ته پاملرنه زياته کړي.

په  ورته وخت کې يو شمېر هغه مېرمنې چې په دغه نندارتون کې يې خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړي، وايي چې توليدات يې له لوړ کيفيت څخه برخمن دي.

دوی له هېوادوالو غوښتنه کوي چې د بهرنيو بې کيفيته توکو پر ځای، کورني توليدات وپېري.

فروزان اسماعيلي د مزار شريف اوسېدونکې ده، چې خپل لاسي توليدات او په خپل لاس جوړې شوې جامې يې نندارې ته ايښې دي.

هغې له پژواک سره په خبرو کې وويل، چې هر څومره يې د توليداتو لپاره بازار ښه وي، په هماغه اندازه دوی د توليد کچه لوړوي.

د هغې په خبره، که هېوادوال په کور دننه توليداتو څخه ګټه واخلي، نو ورسره به داخلي توليدوونکو ته د لا ډېر توليد زمينه برابره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.