ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې پر پنځه زره بېوزلو کورنیو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل شوه

کندهار کې پر پنځه زره بېوزلو کورنیو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل شوه

author avatar
4 Nov 2018 - 13:57
کندهار کې پر پنځه زره بېوزلو کورنیو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل شوه
author avatar
4 Nov 2018 - 13:57

کندهار (پژواک، ۱۳ لړم ۹۷): د کندهار ښار او ولسوالیو له پنځو زره بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستې لړۍ پيل شوه.

دغه مرسته د خوراک د نړیوال سازمان (W.F.P) له خوا چمتو شوې ده.

د مرستې د وېش چارې د کندهار ولایت د مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب له خوا پيل شوې چې د اقتصاد، کډوالو او له پېښو سره د چمتووالي ریاستونو رییسانو او د څو مرستندویه ادارو استازو هم ګډون درلود.

منیب په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، نن یې د کندهار ښار او ولسوالیو پر پنځه زره کورنیو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل کړه چې د ولایتي ادارې په هڅو د خوراک د نړیوال سازمان په مالي لګښت چمتو شوې ده.

هغه زیاته کړه، د مرستې تر لاسه کولو په موخه یوه سروې شوې وه چې د کندهار ښار  دوه زره او د ولسوالیو درې زره ډېرې بېوزلې کورنۍ یې په نښه کړې وې.

دی وايي، هرې کورنۍ ته به ۱۵۰ کیلو ګرامه اوړه، ۱۳ کیلو ګرامه غوړي او ۱۵ کیلو ګرامه دال ورکړل شي.

نوموړي یادونه وکړه چې روانې وچکالۍ، ناامنیو او جګړو ډېر خلک ځپلي او لاسنیوي ته اړتیا لري.

د محمد ګل په نوم یوه سپين ږيري چې دغه مرسته یې تر لاسه کړې وه، پژواک خبري اژانس ته وویل، له بدې ورځې یې له شاولیکوټ ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته پناه راوړې ده، خو دلته یې هم ژوند ښه نه دی او له غربته ځورېږي.

دی چې د یوې اووه کسیزې کورنۍ سرپرست دی، وايي چې کار او رزوګار نه ورته پیدا کېږي او د خلکو لاسنیوي ته اړتیا لري.

د ده په خبره، دغه مرسته به یې تر څه مودې د کورنۍ ستونزه حل کړي، خو غوښتنه یې کوله چې نورې مرستې دې هم ورسره وشي.

که له یوې خوا په کندهار کې ډېری خلک د جګړو او ناامنیو له امله له خپلو مېنو بېځایه شوي او غربت ځپلي دي، نو له بلې خوا روانې وچکالۍ دغه شمېره ډېره کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.