کندهار ، ميمنه (پژواک، ۱۴ لړم ۹۷): د کندهار په درېیو ولسوالیو معروف، ارغستان او خاکرېز کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې شوي چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دې اړه د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني د لړم په ١٤مه، مازيګر په یوې خبرې غونډې کې وویل، امنیتي ځواکونو تېره شپه په معروف، ارغستان او خاکرېز ولسوالیو کې د وسله والو لوی بریدونه په شا تمبولي دي.
هغه زیاته کړه، د دغو بریدونو پر مهال ۵۵ وسله والو او ۱۶ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ده په خبره، تېره شپه وسله والو په ډله ییزه توګه په معروف ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ چې د جګړې پر مهال ۳ وسله وال وژل شوي او ۲ پولیس ټپیان شوي چې په وژل شوو کې یو سیمه ییز قوماندان هم شامل دی.
دغه راز ده یادونه وکړه چې وسله والو هم مهاله د دغې ولسوالۍ د زنځير پر امنیتي پوسته هم برید وکړ چې په څو ساعته جګړه کې ۱۷ وسله وال طالبان ووژل شول او ۲ ټپيان شول.
دی وايي، په دغه جګړه کې ۶ پولیسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې تر څنګ نوموړي وویل چې وسله والو تېره شپه د ارغستان ولسوالۍ د سندرزو پر امنیتي پوسته برید کړی و چې د جګړې پر مهال ۴ وسله وال وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.
په ورته توګه تېره شپه وسله والو طالبانو د خاکرېز ولسوالۍ د منډیګک پر امنیتي پوسته هم برید تر سره کړ چې د دواړو لورو تر منځ څو ساعته جګړه شوې ده.
دراني وویل، په دې جګړه کې ۶ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.
ده زیاته کړه چې په جګړه کې ۶ پولیسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو یوې باوري امنیتي سرچینې پژواک ته وویل چې په خاکرېز کې ۱۲ پولیس وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن