ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د حق غوښتنې خېمې غړو  ولايت مقام ته غځېدلې لار  وتړله

د ننګرهار د حق غوښتنې خېمې غړو ولايت مقام ته غځېدلې لار وتړله

author avatar
5 Nov 2018 - 18:07
د ننګرهار د حق غوښتنې خېمې غړو  ولايت مقام ته غځېدلې لار  وتړله
author avatar
5 Nov 2018 - 18:07

جلال اباد (پژواک، ۱۴ لړم ۹۷): د ننګرهار د حق غوښتنې خېمې غړو نن د دوی د غوښتنو نه منل کېدو په غبرګون کې ولايت مقام ته ورغلې لار وتړله او وايي، اعتراضونه به يې تر هغه روان وي چې ترڅو يې غوښتنې نه وي منل شوې .

دوی له تېرو درېيو ورځو راهيسې پر ننګرهار د برېښنا د لينونو پرې کېدو او له دغه ولايت څخه کابل ته د اسلامي پوهنتون د انتقال موضوع په غبرګون کې د حق غوښتنې خېمه درولې او د حق غوښتنه کوي.

اعتراض کوونکي وايي، نن د لړم په ۱۴مه يې ځکه د ولايت مقام لاره وتړله، چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې يې غوښتنو ته هېچا ځواب ور نه کړ.

د دغې خېمې يوه غړي برهان سيرت له پژواک اژانس سره خبرو کې وويل، د ولايت د لارې د تړل کېدو موخه همدا ده چې ولايتي اداره د کار وړتيا نه لري؛ نو ځکه خو بايد نور کار ته پرېنښودل شي او که د کار وړتيا لري؛ نو ولې د برېښنا او پوهنتون ستونزه نه حلوي.

د دوى د اسلامي پوهنتون د غوښتنې په غبرګون کې د حکومت اجراييه رييس عبدالله عبدالله نن د وزيرانو شورا په غونډه کې ويلي چې دغه پوهنتون به کابل کې جوړېږي او يوازې دوه پوهنځي به يې ننګرهار کې جوړ شي.

خو مدني فعالان دا خبره نه مني او وايي، چاته سوال نه کوي، دا يې حق دی او بايد پوره حق ورکړل شي.

د ننګرهار د حق غوښتنې خېمې يو غړی عبدالرحمن معاون وايي، کابل کې لومړی دغه پوهنتون ته ځمکه نه وه ورکړل شوې او ننګرهاريانو د زر جريبه ځمکې قرباني ورکړه، د پوهنتون بنسټ کېښودل شو، په پنځه سوه زره ډالرو يې چهارديوالي شوې، اوس د دغې پرېکړې تغير  د قانون خلاف خبره ده.

دغه راز د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل چې د برېښنا د ستونزې د حل لپاره له مرکزي چارواکو سره خبرې شوي  او ډاډ ورکړل شوی چې دغه لينونه به د پنځو ميليونو ډالرو په ارزښت د کابل - جلال اباد پر عمومي سړک تېر شي.

خو د حق غوښتنې د خېمې يوه غړي عبدالسلام رسولي وايي، تر هغه وخته به تشې وعدې ونه مني چې عملي کار يې نه وي ليدلی؛ ځکه تېر کې هم ورسره ورته ژمنې شوې دي.

د حق غوښتنې د دغې خېمې غړي وايي، سبا به هم د ولايت لاره تړلې وي او مامورينو ته به داخل ته د تګ اجازه ور نه کړي.

يوه میاشت وشوه چې د برېښنا د پرې شویو لینونو د تړلو هڅې کېږي، خو تر اوسه یې کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.