جلال اباد (پژواک، ۱۴ لړم ۹۷): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې د دغه ولايت په اوو ولسواليو کې د پوليو کمپاين د تطبيق پر وړاندې خنډونه موجود دي او ټاکل شوې ۲۰زره ماشومانو ته د پوليو واکسين ونه رسېږي.
نن د لړم په ۱۴مه په دغه ولايت کې د پوليو واکسين کمپاين پيل شو چې ټاکل شوې د دغه ولايت نږدې اته سوه زره ماشومانو ته دوه څاڅکي واکسين وشي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال د کمپاين د پيل په مراسمو کې وويل چې د ختيځ زون په څلورو ولايتونو ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو کې به د پوليو واکسين د پيل شوي درې ورځني کمپاين پر مهال ۱،۱ ميليونه تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان د پوليو پر وړاندې واکسين شي.
هغه زياته کړه، د يادو ماشومانو له ډلې د ۷ سوه او ۶۶زره په شاوخوا کې ماشومان د ننګرهار ولايت دي، خو لا هم د زون په کچه ۳۵۰۰۰ او د ننګرهار په کچه ۲۰۰۰ څخه زيات ماشومان د پوليو ضد واکسين څخه محروم پاتې کېږي.
د روغتيا رييس وايي، د دغه ولايت په اوو ولسواليو کې د وسله والو له لوري د پوليو واکسين پر وړاندې خطرونه موجود دي او د دوی کارمندان نه شي کولی چې د دغو ولسواليو ځينو لرو پرتو سيمو ته ولاړ شي.
نوموړی زياتوي: ((د خوږياڼو ولسوالۍ وزيرو تنګی، د پچيراګام پنکزي، د کوټ او اچين ولسواليو وچ کوټ، د هسکې مېنې اوغز او پاپين، د نازيانو دوه خولې نازيان او د لعلپورې ولسوالۍ د رينا او پارچاو سيمې هغه ځايونه دي، چې د وسله والو له وېرې زموږ همکاران نه شي ورتللی.))
ديني عالم او د ننګرهار د حج او اوقافو رياست د جوماتونو مسوول مولوي ګل نبي د ياد کمپاين په پرانیسته کې وويل چې د پوليو واکسين د اسلام له نظره روا او حلال دي او ټولو کورنيو ته يې سپارښتنه وکړه چې خپل کوچنيان دې واکسين کړي.
هغه وويل، د ټولو ولسواليو ملا امامانو ته يې د يو ځانګړي مکتوب له لارې سپارښتنه کړې چې د کمپاين پر مهال له واکسيناتورانو سره مرسته وکړي او خلک وهڅوي چې خپل اولادونه واکسين کړي.
په همدې حال کې د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رييس عبدالحکيم شېرزاد پر کورنيو غږ وکړ چې خپل ماشومان د پوليو پر وړاندې واکسين کړي، ځکه وايي، د ماشومانو د روغتيا ساتل د حکومت تر څنګ د کورنيو دنده هم ده.
د يادولو ده، د روان کال په ټول افغانستان کې د پوليو ۱۶ پېښې ثبت شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن