د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عبدالله: حکومت د اروزګان پېښې ته په رسېدو کې ځنډ کړی

عبدالله: حکومت د اروزګان پېښې ته په رسېدو کې ځنډ کړی

Nov 05, 2018 - 19:51

کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۹۷): د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس وايي، حکومت په اروزګان کې د وروستیو پېښو په غبرګون کې ځنډ کړی او د ملکي وګړو او د پولیسو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو لامل شوی دی.

اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا ناستې ته وویل چې د مرکزي ولايت په ځانګړې توګه خاص اروزګان ولسوالۍ اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د جګړې د زیاتېدو د مخنیوي په برخه کې د حکومت د اجرااتو له ځنډ او د حکومت له خوا د «قومي شخړې» په ډول د یادې موضوع د وړاندې کولو له څرنګوالي شکایت کوي.

نوموړي زیاته کړه، حکومت وروستیو پېښو په ځانګړي ډول د اروزګان پېښو ته په رسېدو کې ځنډ کړی او د ملکي وګړو او پولیسو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو لامل شوی دی.

هغه وویل: ((له بده مرغه باید ومنو چې زموږ په اجرااتو کې ځڼد وو او دغه ځنډ د ډېرو کسانو د مرګ ژوبلې سبب شوی دی. زه خلکو ته همدردي او تسلیت وړاندې کوم او ډاډ ورکوم، هغه څه مې چې په توان کې دي، د خپلو خلکو له ملاتړه چې تل یې له دولت څخه ملاتړ کړی، نه سپموم.))

د هغه په خبره، د اروزګان له استازو او مشرانو سره د لیدنې پر مهال له خلکو څخه د دفاع په برخه کې د حکومت د اقدام له ځنډ او په داسې ډول د یادې مسئلې وړاندې کول چې ګواکي د اروزګان جګړه قومي ده، شکایت موجود وو.

نوموړي روښانه کړه چې د اروزګان ولایت په خاص روزګان ولسوالۍ کې جګړه قومي نه ده، ځکه چې د دغې جګړې پړه طالبانو پر غاړه اخیستې ده.

طالبانو دوې ورځې مخکې په یوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د اروزګان ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ په «کندلان او جنګه رېغ» سیمو کې د سیمه ییزو پولیسو د قوماندان شجاعي پر وړاندې جګړه روانه ده چې تر اوسه په کې د سیمه ییزو پولیسو پنځه قوماندانان وژل شوي او د شجاعي په ګډون ۴۳ نور ټپیان دي.

اجرائیه رییس ټینګار وکړ چې د یادې جګړې بېځایه شوو ته رسېدنه د حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لري او د دغه ډول پېښو د سترو پایلو مخنیوی زموږ ټولو مسوولیت دی.

د ده په خبره، ملي دفاع وزارت په دې برخه کې بیړني اقدامات په پام کې نیولي دي.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې د افغان چارواکو د لېږدوونکې چورلکې سقوط ته په اشاره وویل، د چورلکې د ظرفیت په پام کې نه نیول او د زیاتو کسانو د لېږد ټینګار په فراه کې د ملي اردو د چورلکې د سقوط لامل شوی دی.

یادې چورلکې تېره چهارشنبې «د لړم په۹ مه» د فراه ولایت د انار درې او هرات ولایت د شینډنډ ولسوالیو تر منځ سقوط وکړ. په دې پېښه کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د مرستیال نعمت الله خلیل، د فراه د ولایتي شورا رییس فرید بختور او د یادې شورا د غړې جمیلې امیني په ګډون ۲۵ کسان ووژل شول.

اجرائیه رییس دغه راز څو ورځې مخکې د کابل ښار د نادر پښتون واټ په خیرخواه مارکېټ کې د اورلګېدنې په اړه وویل، حکومت به د خپل توان تر کچې د یادې پېښې له زیانمنو سره د تاوان د جبران لپاره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه چې د یادې اورلګېدنې اړخونه خلکو ته نه دي روښانه شوي، خو په دغه مارکېټ کې لسګونه ميلیون ډالر پانګونه شوې وه او زرګونه کسان هم په کار بوخت وو چې اوس بې کاره شوي دي.

عبدالله په ډاګه کړه چې د یادې اورلګېدنې د زیانونو د ارزونې لپاره یو کمېسیون ټاکل شوی چې ژر تر ژره به حکومت ته د خپلو څېړنو پایلې وړاندې کړي.

د کابل ښار د نادر پښتون واټ په خیرخواه مارکېټ کې اورلګېدنه د تېرې پنجشنبې (د لړم ۱۱مې ) د ماښام په شپږو بجو پیل او د جمعې ورځې د سهار تر ۶ بجو یې دوام درلود.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement