هرات (پژواک، ١٤ لړم ٩٧): د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي چې له سوادګریز جواز سره د خلکو د علاقې او د هغه د کمې بیې له امله په تېر یوه کال کې نږدې ۲۹۰۰ سوداګریز جوازونه وېشل شوي دي.
د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې سرپرستې جمیلې بهادري پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سوداګریز جواز د کمې بیې له امله له جواز اخیستو سره د خلکو لېوالتیا زیاته شوې، نو له دې امله د جوازونو د وېش بهیر چټک شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، له تېر کال څخه تر اوسه د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې د دغه ولایت سوداګروته له ۲۸۸۰ څخه ډېر جوازونه وېشل شوي دي.
د ده په خبره، همدا اوس سواګرو ته د ۲۶۰۰ افغانیو په بدل کې تجارتی جوازونه ورکول کېږي.
د اقتصادي چارو د شنونکو په باور، سره له دې چې خلک د سوداګریز جواز د اخیستو لېوال دي خو پر ایران د امریکا د بندیزونه به د هرات ښار پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز ولري.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وویل: ((موږ په هرات د پانګونې او مرستو لپاره د بهرنیو سرچینو په لټه کې یو، له دې لارې هڅه کوو چې د سوداګرۍ وضعیت ښه کړو.))
په ورته وخت کې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې له ۲۰۰ ډېرې کارخانې فعالیت کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن