د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې وسله والو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار کې وسله والو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

Nov 05, 2018 - 18:19

کندهار ، ميمنه (پژواک، ۱۴ لړم ۹۷): د کندهار په درېیو ولسوالیو معروف، ارغستان او خاکرېز کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې شوي چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې اړه د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني د لړم په ١٤مه، مازيګر په یوې خبرې غونډې کې وویل، امنیتي ځواکونو تېره شپه په معروف، ارغستان او خاکرېز ولسوالیو کې د وسله والو لوی بریدونه په شا تمبولي دي.

هغه زیاته کړه، د دغو بریدونو پر مهال ۵۵ وسله والو او ۱۶  پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ده په خبره، تېره شپه وسله والو په ډله ییزه توګه په معروف ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ چې د جګړې پر مهال ۳ وسله وال وژل شوي او ۲ پولیس ټپیان شوي چې په وژل شوو کې یو سیمه ییز قوماندان هم شامل دی.

دغه راز ده یادونه وکړه چې وسله والو هم مهاله د دغې ولسوالۍ د زنځير پر امنیتي پوسته هم برید وکړ چې په څو ساعته جګړه کې ۱۷ وسله وال طالبان ووژل شول او ۲ ټپيان شول.

دی وايي، په دغه جګړه کې ۶ پولیسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې تر څنګ نوموړي وویل چې وسله والو تېره شپه د ارغستان ولسوالۍ د سندرزو پر امنیتي پوسته برید کړی و چې د جګړې پر مهال ۴ وسله وال وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

په ورته توګه تېره شپه وسله والو طالبانو د خاکرېز ولسوالۍ د منډیګک پر امنیتي پوسته هم برید تر سره کړ چې د دواړو لورو تر منځ څو ساعته جګړه شوې ده.

دراني وویل، په دې جګړه کې ۶ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.

ده زیاته کړه چې په جګړه کې ۶ پولیسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

خو یوې باوري امنیتي سرچینې پژواک ته وویل چې په خاکرېز کې ۱۲ پولیس وژل شوي دي.

چارواکي دغه خبره نه تاییدوي.

 

ضیا دراني خبر ورکړ چې کندهار کې ټولې امنیتي چارې د پخوا په څېر منظمې روانې دي او امنیتي ځواکونه به د خلکو په مرسته د امنیت د خوندیتوب لپاره شپه او ورځ کار کوي.

وسله والو طالبانو په خاکرېز ولسوالۍ کې د ۱۴ پولیسو د وژل کېدو او یوې پوستې د نیول کېدو خبر ورکړی خو د نورو پېښو په اړه یې څه نه دي ويلي.

له هغه وروسته چې د کندهار مخکنی امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په یوه برید کې ژوند له لاسه ورکړ، دا په کندهار کې د وسله والو طالبانو له خوا پراخ بریدونه دي چې هم مهاله یې په درېیو ولسوالیو کې کوي.

د يو بل خبر له مخې، د فارياب ولايت په المار ولسوالۍ کې دوه مشهور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

ددې ولايت دامنيه قوماندانۍ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وژل شوي کسان قاري شهاب الدين چې په عبدالرحمن مشهور و او قاري محب الله چې په مسلم مشهور و، نن تر غرمې وروسته له امنيتي ځواکونو سره نښته کې وژل شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan