ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د امام صاحب ولسوالۍ د ټاکنو په پايلو کې لاسوهنه شوې ده”

“د امام صاحب ولسوالۍ د ټاکنو په پايلو کې لاسوهنه شوې ده”

author avatar
6 Nov 2018 - 15:12
“د امام صاحب ولسوالۍ د ټاکنو په پايلو کې لاسوهنه شوې ده”
author avatar
6 Nov 2018 - 15:12

کندوز ښار(پژواک، ١٥ لړم ٩٧): پژواک خبري اژانس ځينې داسې اسناد ترلاسه کړي چې له مخې يې د کندوز د ټاکنو کمېسيون کارکوونکو د ځينو نوماندانو په ګټه، د ټاکنو په پايلو کې لاسوهنه کړې ده.

دغه سندونه د کندوز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ د رايې ورکولو له ١٧ محلونو څخه ترلاسه شوي دي.

د دغو اسنادو له مخې، د کندوز د ټاکنو کمېسيون کارکونکو د ټاکنو د پايلو په پاڼو کې د حميدالله حميدي، عبدالغفور قيومي او سيد پرويز سادات په ګټه لاسوهنې کړې دي.

د ترلاسه شويو اسنادو له مخې، يادو نوماندانو د ټاکنو په ورځ د امام صاحب په يادو محلونو کې يا هېڅ رايې نه دي وړي او يا يې هم ډېرې کمې ترلاسه کړي، خو وروسته هر يو ته په هر محل کې لسګونه رايې اضافه شوې دي.

د بېلګې په توګه حميدالله حميدي په صفر پنځم محل کې هېڅ رايه نه ده وړې، خو ٥٦ رايې ورته رسول شوې دي، دغه راز په همدې محل کې عبدالغفور قيومي هم هېڅ رايه نه ده وړې، خو ٩١ رايې ورته رسول شوې دي.

همدارنګه بيا په صفر يو محل کې سيد پرويز سادات دوه رايې وړې دي، خو ٥٢ رايې ورته رسول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پايلو پاڼې په محافظتي کڅوړو کې ساتل کېږي چې يواځې د کمېسيون کارکوونکي ورته لاس رسى لري.

په دې اړه يوتن ناظر، محمد اجمل پژواک ته وويل چې د ټاکنو په ورځ دغو کانديدانو يو ډول رايې اخيستې وې، خو وروسته د دوى په ګټه د پايلو په پاڼو کې لاسوهنې شوې دي.

دغه راز له کندوز څخه ولسي جرګې ته نوماند محمد منصور پژواک ته وويل چې د پايلو په پخوانيو پاڼو کې د دغو کانديدانو د رايو پايله يو ډول وه خو اوس بل ډول ده.

هغه وايي: (( کله چې زموږ ناظرينو موږ ته احوال راکړ، نو ددغو کانديدانو رايې يو ډول وې، خو اوس چې ګورو له څلورو يې ٤٤ جوړې کړي، له دوه يې ٥٢ جوړې کړي، نو دغه شان لاسوهنه يې په کې کړې ده.))

همدارنګه بل نوماند نجيب الله هم وايي چې که پاکې رايې له ناپاکو جلا نه شي دوى به د ټاکنو پايلې تحريم کړي.

هغه وايي: (( امام صاحب ولسوالۍ کې ډېره درغلي شوې چې په هيڅ صورت موږ ته د منلو وړ نه ده، دا بايد دقيق وڅېړل شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.