ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قانع: فراه کې شل سرحدي سرتېري او ١٥ طالبان وژل شوي دي

قانع: فراه کې شل سرحدي سرتېري او ١٥ طالبان وژل شوي دي

author avatar
6 Nov 2018 - 12:16
قانع: فراه کې شل سرحدي سرتېري او ١٥ طالبان وژل شوي دي
author avatar
6 Nov 2018 - 12:16

فراه (پژواک، ١٥ لړم ٩٧): د فراه د ولايتي شورا يو غړى وايي، د فراه په پشتکوه ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر کنډک په بريد کې ٢٠ سرحدي سرتېري او ١٥ طالبان وژل شوي.  

د فراه د ولايتي شورا غړي دادالله قانع پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو تېره شپه شاوخوا ١١ بجې د دغه ولايت د پشتکوه ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د سرحدي ځواکونو پر يوه کنډک بريد وکړ.

هغه وايي چې دغه بريدد شپې تر دوو بجو يې دوام درلود.

ده د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې په دغه کنډک ٦٠ سرحدي سرتېري وو، چې ٢٠ يې وژل شوي، يو شمېر يې طالبانو نيولي، يو شمېر ورک دي، يو شمېر ټپيان او ځينې جوړ د ولسوالۍ مرکز ته تللي دي. 

د هغه په وينا، د کنډک شاوخوا سل ميله بېلابېلې وسلې طالبانو وړې دي.

ده وويل چې په دغه بريد کې شاوخوا ١٥ طالبان هم وژل شوي دي.  

قانع وايي چې اوس دغه کنډک بېرته د ملي اردو ځواکونه نيولى دى.    

د روح الله اوحفيظ الله په نومونو د سيمو دوو اوسېدونکو وويل چې طالبانو ياد کنډک تېره شپه ونيو، خو دوى يې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

فراه کې د ملي اردو د لوا وياند نورالحق خالقي پر ياد کنډک بريد تاييدوي، خو وايي چې په اړه يې جزييات ورسره نشته.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي چې په دغه بريد کې له دولتي ځواکونو څخه ٢٠ تنه وژل شوي او پنځه تنه يې طالبانو نيولي دي. دى وايي چې طالبانو د دولتي ځواکونو ډېرې وسلې او مهمات تر لاسه کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.