ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: طالبان او نورې وسله‎والې  ډلې دې د خلکو له وژلو لاس واخلي

ناټو: طالبان او نورې وسله‎والې ډلې دې د خلکو له وژلو لاس واخلي

author avatar
6 Nov 2018 - 18:53
ناټو: طالبان او نورې وسله‎والې  ډلې دې د خلکو له وژلو لاس واخلي
author avatar
6 Nov 2018 - 18:53

کابل (پژواک، ١٥ لړم ٩٧): د ناټو سازمان سرمنشي په طالبانو او نورو وسله‎والو  ډلو غږ  وکړ چې د خلکو له وژلو لاس واخلي، ځکه جګړه د حل لار نه ده او باید د سولې لار غوره کړي.

نوموړي دغه څرګندونې، نن له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.

د ناټو سازمان سرمنشي ینس ستولټنبرګ دغه راز وويل چې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د روزنې او مشورې ورکولو له لارې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د تامین لپاره همکاري کوي.

د هغه په وينا، موږ د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې بهیر ملاتړ کوو.

نوموړي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې رامنځته شوي اصلاحات وستایل او د افغانستان د هوايي ځواکونو پر پیاوړتیا یې خپل اغېز په ډاګه کړ.

هغه څرګنده کړه، په افغانستان کې به د ناټو حضور  د دې هېواد د شرایطو په ښه والي پورې اړه ولري او ناټو ژمنه ده چې هوسا او سوله‎‎يیز افغانستان وویني.

 ده زياته کړه، د ناټو سازمان غړي هېوادونه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ، تجهیز او تمویل ته ژمن دي او په راتلونکي کې به دغه مرستې نورې هم زیاتې شي.

په دې کنفرانس کې ولسمشر وویل، زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو  هڅو او قربانیو دا ثابته کړه چې له وابستګۍ څخه په شریک بدل شوي یو او نن په ویاړ سره ویلی شم چې افغانستان او ناټو له تروریستانو سره د مبارزې  او بین المللي امنیت په ډګر کې دوه شریکان دي.

ده څرګنده کړه، نن موږ  د ناټو سرتېرو کورنیو ته په اعتماد سره ویلى شو چې ستاسې لوڼې او زامن د جګړې په لومړۍ کرښه کې نه دي او نه به وي، ځکه زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه تل د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او د دې خاور ې له خپلواکۍ څخه دفاع کوي.

نوموړي پر افغانستان تپل شوې جنګ ته په اشارې وویل، په دې جګړه کې یواځې طالبان نه، بلکې نور ابعادهم دخیل دي او اړینه ده چې موږ په دې ابعادو وغږېږو په ځانګړي ډول  پر بین المللي تروریزم چې په دوامدره توګه خپله څېره بدلوي نو باید پر وړاندې یې ګډه مبارزه وکړو.

غني څرګنده کړه، د جمهوري ریاست ټاکنې به په ټاکل شوي وخت ترسره کېږي او د ملي یووالي حکومت په دې برخه کې کلک هوډ لري.

ده وويل: "ویاړم دافغانستان امنیتي او دفاعي قواوو خپله اساسي دنده چې د دې خاورې دفاع او ساتنه ده په ښه توګه ترسره کړې او په دې برخه کې له تاسې هم مننه کوم چې د کومانډو په دوه چنده کولو او د هوايي ځواکونو په درې چنده کولو کې مو زموږ سره مرسته کړې ده."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.