ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې له وچکالۍ ځپلو سره تر اوسه هېڅ مرسته نه ده شوې

پکتيا کې له وچکالۍ ځپلو سره تر اوسه هېڅ مرسته نه ده شوې

author avatar
6 Nov 2018 - 15:49
پکتيا کې له وچکالۍ ځپلو سره تر اوسه هېڅ مرسته نه ده شوې
author avatar
6 Nov 2018 - 15:49

ګردېز(پژواک،١٥لړم٩٧): د پکتيا ولايت بزګران او مالداران وايي چې سږکال يې د وچکالۍ له امله حاصلات کم و او په مالدارۍ يې هم ناوړه اغېزې کړې دي.

دوی وايي چې د وچکالۍ له سختو زيانمنېدو سربېره هم تر اوسه ور سره  هېڅ مرسته نه ده شوې.

په دې اړه د زرمت اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل چې په تېر کې يې کابو لس جريبه ځمکې له شپږ خرواره زيات حاصل ورکاوه، خو سږکال يې د اوبو د کموالي له امله شاوخوا څلور خرواره غنم تر لاسه کړي دي.

دی وايي: ((موږ به مخکې چې کومه ځمکه کرله، زيات حاصلات به يې راته کول، خو سږکال دا حاصلات نيمايي ته رالوېدلي؛ ځکه چې وچکالي زياته ده. له يوې خوا بې روزګاري شي او له بلې خوا اوبه وچې شي، نو د خلکو ژوند نور هم له مشکلاتو سره مخ کېږي.))

د مرکز ګردېز اوسېدونکی عزت الله همدرد وايي چې د وچکالۍ له امله مالداري او بله هره برخه اغېزمنه شوې، خو تر اوسه د دې ولايت له بزګرانو او مالدارانو سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.  

همدرد وويل: ((اوبه ډېرې کمې شوې او لا هم د کمېدو په حال کې دي، په باغونو، مالدارۍ او ټولو ساحو يې منفي اثرات غورځولي، مګر تر اوسه هېڅ مرسته له چا سره نه ده شوې. له نورو ولايتونو سره مرستې وشوې، خو دلته تر اوسه څه نشته.))

دغه راز د پکتيا د ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځي هم د سږکال وچکالي ځپونکي يادوي او وايي دا چې د ډېری خلکو اقتصادي حالت او دسترخوان نېغ په نېغه له کرنې سره تړلی، نو بايد مسوولې ادارې د دې ولايت د وچکالۍ ځپلو لاسنيوی وکړي.

ځاځي پژواک ته وويل:((ډېر خلک په زراعت پورې تړلي او بسيا دي، په پکتيا ولايت کې د زراعت په برخه کې د پرمختګ زيات فرصتونه شته، دا چې سږکال مو د وچکالۍ له امله عموما زراعت متاثره او خلک زيانمن شول، نو دولت ته په کار دي چې په دې برخه کې لاس په کار شي او له دې خلکو سره همکاري وکړي.))

همدارنګه د پکتيا د کرنې او اوبو لګولو رييس محمدالدين مومند هم مني چې سږکال د اوبو کموالي پر کرنيز سکتور ناوړه اغېز کړی او بزګران، بڼوال او مالداران يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

مومند په ګردېز کې د کرنې وزارت له خوا په شل ميليونه افغانۍ د غنمو زېرمه کولو د ګدام د پرانيستې پر مهال وويل چې ياد ګدام د درې زره مټريک ټنه غنمو د ساتنې ظرفيت لري او د عاجل وخت يا اضطرار لپاره به په کې غنم زېرمه شي.

نوموړي وويل چې راتلونکې اوونۍ به د دغه ولايت له وچکالي ځپلو سره د مرستې په موخه ۲۵۰۰ مټريک ټنه غنم ګردېز ته راورسېږي.

مومند پژواک ته وویل:((راتلونکې اوونۍ د دې مرسته شويو غنمو لومړۍ جوپه، چې د اضطرار کمېټې پورې اړه لري او پکتيا ته دوه نيم زره مټريک ټنه تخصيص شوي، راورسېږي. موږ پوره اماده ګي ورته لرو، دلته به په ګدام کې ذخيره او وروسته به په وچکالۍ ځپلو مستحقو کسانو او هغو مالدارانو او دهقانانو ووېشل شي چې سږکال د وچکالۍ له کبله متضرره شوي دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.