ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پلخمري برېښنا بند د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دى

د پلخمري برېښنا بند د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دى

author avatar
6 Nov 2018 - 12:24
د پلخمري برېښنا بند د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دى
author avatar
6 Nov 2018 - 12:24

پلخمري(پژواک،١٥ لړم ٩٧): د بغلان سيمه ييز چارواکي وايي چې د پلخمري برېښنا بند دروازې نور د اوبو را ګرځولو توان نه لري او که چېرې يې د رغولو لپاره اقدام ونه شي، ډېر ژر به له منځه لاړې شي.

د بغلان مرکز پلخمري کې د افغان نساجۍ شرکت ريیس عبدالقادر د لړم په ١٥ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پلخمري برېښنا بند دروازې د ويجاړېدو په حال کې دي.

هغه وايي: ((ډېر وخت کيږي، دغه دروازې نه دي رغول شوي که اوس ژر اقدام ورته ونه شي فکر نه کوم چې د سږکال له سيلابونو څخه ووځي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېرکال د دغه بند د جوړېدو لپاره چمتوالى نيول شوى و،خو د کروندګرو د حاصلاتو تر ټولو پورې وځنډول شو.

ده زياته کړه: (( اوس کروندګرو خپل فصلونه ټول کړي، بايد د بيارغولو چارې يې پيل شي.))

دغه راز د پلخمري ښار د پراختيايي شوراګانو ريیس حاجي محمد ظاهر احمدزي هم پژواک ته وویل چې حکومت بايد هرڅه ژر د دغو دروازو د جوړېدو لپاره اقدام وکړي.

هغه وايي: ((د دغه بند شاوخوا ته سلګونه کورونه او زرګونه جريبه ځمکه ده که چېرې دروازې يې چپه شوې، نو اوبه به ډېر خلک او ځمکې له ځانه سره يوسي.))

د يادو څرګندونو په اړه د بغلان د برېښنا رييس سلطان احمد عزيزي هم پژواک ته وويل چې د پلخمري لومړى برېښنا بند د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دى.

هغه وايى: (( که د لومړي برېښنا بند دروازه ويجاړه شي، نو اوبه يې دويم برېښنابند ته راځي چې دا به هم له فعاليت څخه پاتې کړي.))

نوموړي اندېښنه وښوده چې د دغو بندونو په ويجاړېدو سره به سلګونه کورونه او زرګونه هکتاره ځمکه له منځه لاړه شي او خلک به د برېښنا له نعمت څخه بې برخې شي.

عزيزي وايي چې دغه ستونزه يې په کابل کې له وزارت سره شريکه کړې او هغوى يې د حل په برخه کې ژمنې کړې دي.

د يادونې ده چې تېرکال د سلواغې په مياشت کې د اوبو او برېښنا پخواني وزير علي احمد عثماني بغلان ولايت ته سفر وکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.