ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل بګراميو کې د امنيتي ځواکونو او لاريون کوونکو ترمنځ نښته شوې

د کابل بګراميو کې د امنيتي ځواکونو او لاريون کوونکو ترمنځ نښته شوې

author avatar
6 Nov 2018 - 19:03
د کابل بګراميو کې د امنيتي ځواکونو او لاريون کوونکو ترمنځ نښته شوې
author avatar
6 Nov 2018 - 19:03

کابل (پژواک، ١٥ لړم ٩٧) : د کابل ولايت په بګراميو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې له امله يې يو شمېر لاريون کوونکي ټپيان شوي دي.

د بګراميو ولسوالۍ د ګوسفند درې سيمې يو تن اوسېدونکي محمد شاه د لړم په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شاوخوا درې سوه کسانو د بګراميو ولسوالۍ مخې ته لاريون وکړ.

هغه زياته کړه، دولتي ځواکونو په دې سيمه کې د هغو بې وزلو خلکو کورونه ړنګول چې تازه له پاکستان څخه را ستانه شوي دي.

نوموړى وايي، پوليسو پر لاريون کوونکو ډزې کړې او  ګڼ شمېر کسان يې ټپيان کړي دي.

دغه تن وويل چې ټپي کسان د امنيتي ځواکونو له خوا روغتون ته ولېږدول شول.

خو د بګراميو ولسوالۍ امنيه قوماندان  سمونوال  عبدالقادر ولي زاده پژواک اژانس ته وويل، چې حکومت په ګوسفند دره کې هغه کورونه ړنګول چې پر غصب شوې دولتي ځمکه کې جوړ شوي وو.

هغه زياته کړه، دغه لاريون کوونکي د غاصبينو له خوا د پيسو په بدل کې د لاريون لپاره راوستل شوي وو.

نوموړي وويل، لاريون کوونکو په سيمه کې د ملي اردو پر ځواکونو د ډبرو ګوزارونه وکړل او ډزې يې هم وکړې چې له امله يې يو سرتېرى ټپي شوى.

امنيه قوماندان وايي چې د امنيتي ځواکونو له خوا هوايي ډزې شوې، خو په خپله دلاريون کوونکو په ډزو څلور تنه ټپيان شوي دي.

خو يوې بلې سرچينې وويل چې په دې ډزو کې شپږ تنه ټپيان شوي دي.

د ولسوالۍ امنيه قوماندان وايي چې وروسته د لاريون کوونکو سل تنه مشران د ولسوالۍ په مقام کې له مسوولينو سره وليدل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.