ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز خلکو پر ملي یووالي او د امنیتي ځواکو پر ملاتړ ټینګار وکړ

د کندوز خلکو پر ملي یووالي او د امنیتي ځواکو پر ملاتړ ټینګار وکړ

author avatar
7 Nov 2018 - 14:26
د کندوز خلکو پر ملي یووالي او د امنیتي ځواکو پر ملاتړ ټینګار وکړ
author avatar
7 Nov 2018 - 14:26

کندوز ښار (پژواک، ١٦ لړم ٩٧): د کندوز ولايت د امام  صاحب ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو، ديني عالمانو، قومي مشرانو او د ولايتي شورا غړو له امنيتي ځواکونو پر ملاتړ او ملي يووالي ټينګار وکړ.

دغه غونډه کې د لړم په ١٦مه د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ په مرکز کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د کندوز ولايتي شورا رييس يوسف ايوبي وويل چې د دې غونډې اساسي موخه له امنيتي ځواکونو ملاتړ او ستاينه ده.

هغه وايې: ((امنيتي ځواکونو د ټاکنو په ورځ په ښه توګه امنيت تامين کړ، موږ يې دلته د ستايلو لپاره را ټول شوي يو او له خلکو غواړو چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هم په پوره لېوالتيا سره ګډون وکړي.))

دغه راز د کندوز ولايتي شورا بل غړي خال الدين حکيمي وويل چې خلک بايد خپل ملي يووالی وساتي او په هېواد کې د روانو ستونزو د حل په موخه بايد له ملي ځواکونو کلک ملاتړ وکړي.

همدارنګه د خلکو په استازيتوب قومي مشر حاجي کمال وويل چې امنيتي ځواکونه بايد وستايل شي او تر څنګ يې بايد له دوى څخه کلک ملاتړ هم وشي.

هغه زياته کړه: ((زه له ټولو غواړم چې په اتحاد او اتفاق و اوسي او له امنيتي ځواکونو هم مننه کوم چې د ټاکنو په ورځ کې يې امنيت تامين کړى و.))

د غونډې په پاى کې د امام صاحب ولسوال محبوب سعيدي وويل چې له روانو ستونزو د خلاصون په موخه خلک بايد له حکومت سره پوره همکاري وکړي.

ده وويل: ((دولت ستاسو دى، بايد ملاتړ ترې وکړئ او امنيتي ځواکونو هم د ټاکنو په ورځ د خپلې وينې په بدل کې امنيت تامين کړ چې د ستايلو وړ دي.))

د دې غونډې په پاى کې د يادو چارواکو او خلکو له لوري يو شمېر امنيتې سرتېرو ته ستاينليکونه هم ورکړل شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.