کابل (پژواک، ١٦ لړم ٩٧): د ناټو سرمنشي وايي، دا له امکانه لرې ده چې د داخلي بريدونو له امله په افغانستان کې خپل حضور کم کړي.
د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې کابل ته د سفر پر مهال د لړم په ١٥مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.
هغه زياته کړه چې کابل ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ يې له افغان ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله، د ملي امنيت له سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د ملي دفاع له وزير او يو شمېر نورو کسانو سره ګټورې او مهمې خبرې وکړې.
نوموړي وويل چې په دې ليدنو کې يې يو ځل بيا له افغانستان سره د ناټو او متحدينو د دوامداره همکاريو ژمنې تازه کړې او ډاډ يې ورکړ چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې به افغانستان يواځې نه پرېږدي.
سټولټنبرګ وايي: ((له افغانستان سره همکاري زموږ په ګټه هم ده، څو دغه هېواد يو ځل بيا د نړيوالو ترهګرو پر ځالې بدل نه شي او له دې ځايه زموږ پر هېوادونه بريدونه پلان نه کړي.))
د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو په اړه یې د يوې پوښتنې په ځواب کې د افغانانو ستاينه وکړه چې د وسله والو طالبانو پر ګواښونو سربېره د رايو مرکزونو ته ولاړل، د ښځو په ګډون تر څلورو ميليونو زياتو افغانانو خپلې رايې وکارولې او دا ډيموکراتيکه پروسه يې بريالۍ کړه.
خو د ناټو سرمنشي وويل چې د ټاکنو په دې پروسه کې ځينې تېروتنې هم وشوې، ځينې نيمګړتياوې او ستونزې وې او هيله يې څرګنده کړه چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې دا نيمګړتياوې هوارې شي.
د سټولټنبرګ په وينا، په ټوليزه توګه ټاکنې ښې وې او افغان ځواکونو وکولى شول چې د ناټو په همکارۍ د ټاکنو ښه امنيت ونيسي.
د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو سرمنشي هيله څرګنده کړه چې ولسمشريزې ټاکنې پر وخت سره ترسره شي او ولسمشر غني په دې اړه ډاډ ورکړى.
سټولټنبرګ د افغان سولې په اړه د مسکو د راتلونکې غونډې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د دې غونډې اجنډا تر اوسه معلومه نه ده؛ ځکه دوى پرې ډېر څه نه شي ويلى.
هغه زياته کړه چې ناټو او متحدين يې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې پروسې ملاتړ کوي او د روسيې په ګډون نور هېوادونه هم بايد دغه لاره تعقيب کړي.
د ناټو سرمنشي وويل چې د مسکو هڅې بايد د افغان سولې پروسې په ملاتړ ترسره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن