کابل (پژواک، ١٦ لړم ٩٧): ولسمشر غني د اقليم له بدلونونو سره د مبارزې لپاره د اړوندو ادارو پر همغږۍ ټينګار کوي او وايي افغانستان پر خپلو پښو د درېدو لپاره نړيوالې رقابتي پانګونې ته اړتيا لري.
دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام په چهار چنار ماڼۍ کې د اقليم بدلون نړيوالې اونۍ په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وکړې.
هغه د اقليم له بدلون سره د مبارزې په برخه کې په طبيعي پانګه او له هغې د ګټې اخيستنې پر لارو چارو پوهېدل، مهم بللي او ويلي يې دي چې عامه پوهاوی يوازې د معلوماتو انتقال نه، بلکې د فرد په توګه د مسووليت احساس دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې د جزئياتو له ورکولو پرته راغلي چې ولسمشر د اوبو تر څنګ د لمر او باد له انرژۍ پر ګټې اخيستو ټينګار کړى او زياته کړې يې ده: "په نږدې راتلونکي کې به د لمريزې برېښنا بيه له اوبيزې هغې هم ارزانه شي."
هغه د ځنګلونو مديريت هم اړين بولي او وايي: "هر ځنګل يوه ملي پانګه ده، موږ بايد د ارزښت ځنځير رامنځته کړو."
ولسمشر غني وايي، نوې سرچينې هم شته، خو له هغو څخه د ګټې اخيستنې د وړتيا لپاره بايد له بهر مېشتو افغانانو او نړيوالو پوهنتونونو سره د اړيکو شبکې رامنځته شي.
ده د چاپېريال ساتنې ملي ادارې چارواکو ته په خطاب کې ويلي: "تر هغو چې سيالي ونه شئ کولى، څوک نغدې پيسې نه درکوي او نه هم د پانګې له ايجاد او د رقابتي بين المللي پانګې له راوړلو پرته افغانستان پر پښو ودرېدلي شي."
ولسمشر غني ويلي چې د اقليم له بدلونونو سره د مبارزې لنډمهال، منځمهال او اوږدمهال ليدلوري بايد ترتيب شي او بېلابېلې ادارې دې په دې برخه کې خپلې همکارۍ او همغږۍ زياتې کړي.
هغه زياته کړه، د اقليم بدلون سرحد نه پېژني، د دې لپاره بايد د همکارۍ نوې شبکې ايجاد او له منابعو څخه د ګټې اخيستنې په لارو چارو کې بنسټيز بدلون راشي.
د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي مشر شاه زمان ميوندي په دغه ناسته کې ويلي: "د اقليم بدلون په جدي ستونزه بدل شوى او له امله يې نړۍ ته زياتې ستونزې او زيانونه ور پېښ دي چې افغانستان هم په دغو هېوادونو کې شامل دي."
د ده په وينا، د اقليم له بدلونونو سره مبارزه يوازې د چاپېريال ساتنې نه، بلکې د ټولو ادارو، بنسټونو او اقشارو مسووليت دی.
ميوندي د افغانستان د دولت له وسله والو مخالفينو وغوښتل چې که د اقليم بدلونونو سره د مبارزې په برخه کې همکاري نه کوي، نو لږ تر لږه د دوى د پروګرامونو پر وړاندې دې خنډونه هم نه جوړوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن