پلخمري (پژواک، ١٦ لړم ٩٧): د بغلان په ډنډ غوري کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي دي.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند جګړن محمد حنیف رضایي د لړم په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د بغلان د مرکز اړوند ډنډ غوري سیمه د افغان او بهرنیو ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملياتو په ترڅ کې ۱۳ وسله وال وژل شوي، ١١ ټپيان او څلور نور نيول شوي دي.
د هغه په وينا، امنيتي ځواکونو د دغو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه پنځه کلي او د طالبانو يو مهم مرکز تر خپلې ولکې لاندې راوستي او لا هم مخ پر وړاندې روان دي.
ده وويل چې د عملياتو په ترڅ کې ١٥٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
رضايي زياتوي چې په دغو عملياتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو د ډنډ غوري يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې په دغو بريدونو کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او يو شمېر کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د دغو عملياتو له امله پنځه عام وګړي وژل شوي او ١٤ نور ټپيان شوي دي.
خو د بغلان د پوليسو وياند ذبيح الله شجاعي بيا وايي، په دغو بريدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په ډنډ غوري کې طالبانو د امنيتي ځواکونو بريدونه پر شا تمبولي دي.
ده وويل چې په دې جګړه څلور د ملي اردو سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
د يادونې ده، پنځه ورځې وړاندې افغان امنيتي ځواکونو په ډنډ غوري سيمه کې عمليات پيل کړي چې تر اوسه روان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن