ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حيرتان بندر د تېل پلورونکو ۲۳ ميليونه ډالر نادرکه شوي

د حيرتان بندر د تېل پلورونکو ۲۳ ميليونه ډالر نادرکه شوي

author avatar
7 Nov 2018 - 14:44
د حيرتان بندر د تېل پلورونکو ۲۳ ميليونه ډالر نادرکه شوي
author avatar
7 Nov 2018 - 14:44

مزارشريف (پژواک، ۱۶ لړم ۹۷): د بلخ ولايت د حيرتان سوداګريز بندر لسګونه تېل پلورونکي ادعا کوي چې ۲۳ ميليونه امريکايي ډالر يې حيف او ميل شوي دي.

د اوبلن ګاز او تېلو دغه پلورونکي چې شمېر يې ۲۰۰ کسانو ته رسېږي، په حيرتان بندر کې يې د انټر اسيا، دولت زاده ګروپ او حيرتان ترمينل سرويس شرکتونو مخکې د اعتراض خيمې درولې دي.

د حاجي خيرالدين په نوم اعتراض کوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خپل حق ترلاسه کولو لپاره يې اعتراض پيل کړی.

هغه زياته کړه، د ده په ګډون لسګونه تېل پلورونکو د دولت زاده ګروپ مشر حاجي محمد کريم ته ۲۳ ميليونه ډالر ورکړي چې اوس د بېرته ترلاسه کېدو برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

نوموړي وويل، د دولت زاده ګروپ مشر حاجي کريم د دوی په پيسو له خپل شريک او د انټراسيا شرکت رييس حاجي حسن سره يو ځای د برګ سبز په نوم شرکت جوړ کړ چې وروسته ياد شرکت مالي زيان وکړ او له ماتې سره مخ شو.

هغه زياتوي چې د برګ سبز شرکت له مالي تاوان او ماتې وروسته، دوی د خپلو پيسو غوښتونکي شول چې د دولت زاده ګروپ مشر حاجي کريم يې د ۴۰ سلنه پيسو ورکړې ته تيار شو او دوی ته يې وويل چې ۶۰ سلنه روپۍ د انټر اسيا شرکت له رييس حاجي حسن سره دي.

حاجي خير الدين وايي: ((زموږ د معاملې لوری د دولت زاده ګروپ مشر حاجي کريم دی، موږ پيسې ده ته ورکړې او ده بيا خپل شريک او د انټر اسيا شرکت له رييس حاجي حسن سره په هماغو پيسو ګډ کاروبار شروع کړی، اوس حاجي کريم موږ ته حاضر دی؛ خو د انټر اسيا شرکت مشر حاجي حسن له مزار څخه کابل ته تللی او موږ سره له خبرو کولو ډډه کوي.))

ده زياته کړه چې حاجي حسن هم مهاله د انټر اسيا رييس او د حيرتان ترمينل سرويس شرکتونو مرستيال دی؛ نو دوی ځکه د يادو شرکتونو مخکې خيمې درولې او دروازې يې ورته بندې کړې دي.

بريالی بري بل معترض دی چې په حيرتان بندر کې يې د تېلو کاروبار کاوه، خو اوس د تحصن خېمه کې ناست دی.  هغه وايي چې ۱۴۰زره امريکايي ډالر يې په دغه جنجال کې ورک دي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((دولت زاده ګروپ به له ما څخه ګاز يووړل او راته ويل به يې چې پيسې دې درکوو، تر دې چې ۲۰۰ ټنه ګاز يې راڅخه يووړل او کله چې زه د خپلو پيسو غوښتونکی شوم؛ نو د دولت زاده ګروپ رييس راته وويل، چې زه مې له خپل شريک سره خبره کوم او ستا پيسې درکوم، هماغه و چې تر ننه مې پيسې لاس ته نه دي راغلې.))

د تېلو او ګازو دغه سوداګر وايي چې د دولت زاده ګروپ رييس حاجي کريم ورته ويلي چې په برګ سبز شرکت کې ۴۰ سلنه د ده او ۶۰ سلنه د حاجي حسن سهیم و.

د هغه په خبره، دمګړی حاجي کريم د ۴۰ سلنه پيسو ورکړې ته تيار دی خو د انټر اسيا شرکت رييس له دوی سره خبرو ته نه حاضرېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.