د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار کروندګر کرنيزو حاصلاتو ته د بازار نشتوالي له امله کوکنار کري

د ننګرهار کروندګر کرنيزو حاصلاتو ته د بازار نشتوالي له امله کوکنار کري

Nov 07, 2018 - 14:47

جلال اباد (پژواک، ۱۶ لړم ۹۷): د ننګرهار ولايت کروندګر وايي، د دوی کرنيزو حاصلاتو ته د مناسب بازار نه موجوديت د دې لامل شوی چې له امله يې کروندګر په خپلو کروندو کې کوکنار وکري.

بلخوا ځايي چارواکي وايي، تېر کال هم د دغه ولايت په پنځلس ولسواليو کې نږدې ۱۹زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو چې ۶۶۳ مټريک ټنه اپين ترې ترلاسه شوي دي.

خو چارواکي وايي روان کال د کوکنارو د کر د مخنيوي لپاره ځانګړي پلانونه لري او پر وړاندې به يې جدي کمپاينونه ترسره کړي.

د ننګرهار ولايتي چارواکو د لړم په ۱۶مه د يوې مشورتي غونډې پرمهال د دغه ولايت کروندګر وهڅول چې په خپلو کروندو کې د کوکنارو پرځای نور حلال فصلونه وکري.

د ننګرهار والي حيات الله حيات غونډې ته  وويل چې تېر کال هم د دغه ولايت د پنځلس ولسواليو په ۱۸زره او ۹۰۰ هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي و، چې ۶۶۳ مټريک ټُنه اپين ترې تر لاسه شوي دي.

دی زياتوي، دوی نه يوازې دا چې د کوکنارو د کښت د اړولو کمپاينونه يې ترسره کړي، کروندګرو ته يې د بديل معيشت پروګرامونه يې ورته هم برابر کړي دي.

هغه وايي: ((دغه راز مو ۶۲ زره او ۲۸۲ کروندګرو سره د اصلاح شويو تخمونو، کيمياوي سرو، تخنيکي روزنې، باغدارۍ، مالدارۍ او نورو برخو کې مرستې کړې دي.))

والي وايي، ننګرهار کې سل زره ځوانان په نشه روږدي دي او دوی يوازې د ۱۴۰۰ کسانو د درملنې وړتيا لري چې هر کال زرګونه ځوانان پر نشه روږدي پاتې وي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان پاسوال غلام سنايي ستانکزي ډاډ ورکړ چې هېچا ته روان کال د کوکنارو د کښت اجازه نه ورکوي او په دغه برخه کې جدي کمپاينونه ترسره کوي.

هغه نيوکه وکړه، د دولت د بديل معيشت پروګرامونه کمزوري دي چې له امله يې  کروندګر کوکنارو کرلو ته اړ کېږي او بايد دغه برخه کې مرستې ډيرې او له فساد پاکې شي.

د ننګرهار د حج او اوقافو رييس قاري داوود مجاهد وويل چې د اسلام له نظره ټول هغه کارونه ناروا دي، چې خلکو ته يې ضرر رسيږي او د کوکنارو د کښت او استعال له امله هم سلګونه زره هېوادوال په ټول هېواد کې پر نشه روږدي دي.

بلخوا کروندګر وايي، ځکه د کوکنارو کښت ته مجبور شوي چې د دوی کرنيز حاصلات بازار نه لري او کوکنار تر کر وړاندې خرڅ شوي وي.

د دغه ولايت د ښېوې ولسوالۍ د کروندګرو د اتحاديې مشر غلام رحيم همت وويل، هر کله چې دوی د کروندو حاصلات راټول کړي؛ نو بازار کې د دوی مصرف شوې پيسې هم نه پوره کوي.

هغه وړانديز وکړ،که کروندګرو ته د بازار موندنې برخه کې کار وشي، د بديل معيشت پروګرامونه پلې شي او نورې اسانتياوې برابرې شي؛ نو کروندګر به د کوکنارو له کښت لاس واخلي.

د يادولو وړ ده چې هر کال ننګرهار کې د کوکنارو د کښت د مخنيوي لپاره په ميليونونو ډالر مصرفېږي؛ خو د کروندګرو ژوند ته ناسمې پاملرنې له امله لا هم دلته د کوکنارو د کښت مخنيوی نه دی شوی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement