ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ نړيوال جام او اسيايي لوبو د تمريناتو لپاره دوه لوبـډلې اعلان شوې

د کرکټ نړيوال جام او اسيايي لوبو د تمريناتو لپاره دوه لوبـډلې اعلان شوې

author avatar
7 Nov 2018 - 16:29
د کرکټ نړيوال جام او اسيايي لوبو د تمريناتو لپاره دوه لوبـډلې اعلان شوې
author avatar
7 Nov 2018 - 16:29

کابل (پژواک، ١٦ لړم ٩٧): د افغانستان کرکټ بورډ نړیوال جام سیالیو ته د بشپړ چمتووالي لپاره د ملي لوبډلې د تمریناتي کمپ او د اېمرجنګ اسیا جام سیالیو لپاره لوبډلې اعلان کړې.

د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر دولت خان احمدزي د لړم په ١٦مه د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د يادو لوبډلو دغه نوملړونه د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې اعلان کړل چې په کې د دواړو لوبډلو لپاره ۴۷ لوبغاړي شامل دي.

احمدزي زياته کړه، لوبډلې په بشپړ خپلواک ډول ټاکل کېږي او هر څه د لوبډلې د پياوړتیا او د افغانستان نوم د ځلېدو په موخه کوو او په وینا یې، د ایمرجنګ اسیا کپ سیالیو لپاره به د لوبډلې وروستۍ ټاکنه په هندوستان کې د تمریناتو په ترڅ کې وشي.

نوموړي د نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې د تمریناتي کمپ د لوبډلې په نوملړ کې د توپوهونکو لپاره د حضرت الله ځاځي، جاوېد احمدي، نورعلي ځدراڼ، عثمان غني، حشمت الله شهیدي، رحمت شاه، سمیع الله شینواري او اصغر افغان؛ د ویکټ ساتونکو لپاره د شهزاد محمدي، منیر احمد او افسر ځاځي نومونه یاد کړل.

دغه راز احمدزي د الراونډرانو په کټګورۍ کې د ((محمد نبي، ګلبدین نایب، میرویس اشرف او راشد ارمان؛ د ګړندي توپ اچوونکو کې د افتاب عالم، دولت ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، سید شېرزاد، فرید ملک او یمین احمدزی او همدارنګه د سپېنر توپ اچوونکو نوملړ کې د مجیب ځدراڼ، شرف الدین اشرف او حمزه هوتک)) نومونو یادونه وکړه.؛

د نوموړي په وینا، شاپور ځدراڼ ځينې ډسپلیني ستونزې لري چې د ډسپلین کمېټې له پرېکړې وروسته به د څلورو ورځو په موده کې د نوموړي په اړه پرېکړه وشي.

سربېره پر دې د ایمرجنګ ابتدايي لوبډلې په نوملړ کې احمدزي د ((ابراهیم ځدراڼ، احسان الله، بهیر محبوب، شاهد کمال، درویش رسولي، شفیق الله شفق، نجیب ځدراڼ او ناصر جمال نومونه د توپوهونکو، د رحمان الله ګربز او اکرام علي خېل نومونه د ویکټ ساتونکو او د شمس الرحمن، عظمت الله، مسلم موسی او کریم جنت)) نومونه ذکر کړل.

همدارنګه هغه د ((تېزتوپ اچوونکو په نوملړ کې د ضیا شریفي، فضل حق، یوسف ځاځي، وفادار مومند او نوین الحق مرید؛ او د سپېنر توپ اچوونکو په نوملړ کې د وقار سلیمانخېل، ضیا اکبر، قیس احمد او ظاهرخان)) نومونه یاد کړل.

باید وویل شي چې ملي لوبډله به د تمریناتي کمپ په لړۍ کې چې د هندوستان هېواد په چینای ښار کې ترسره کېږي، له ۸-۱۰ تمریناتي لوبې وکړي او د یوې میاشتې لپاره به دغه لړۍ جاري وساتي او همدارنګه به ایمرجنګ لوبډله هم د ایمرجنګ اسیا کپ سیاليو لپاره په یاد ښار کې د دریو اونیو لپاره پاتې شي او له هغه وروسته به ایمرجنګ اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي.؟

له يادو تمريناتو وروسته به د غوراوي کمېټې لخوا ملي لوبـډلې اعلان شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.