د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ناټو: د داخلي بريدونو له امله په افغانستان کې خپل حضور نه کموو

ناټو: د داخلي بريدونو له امله په افغانستان کې خپل حضور نه کموو

Nov 07, 2018 - 12:19

کابل (پژواک، ١٦ لړم ٩٧): د ناټو سرمنشي وايي، دا له امکانه لرې ده چې د داخلي بريدونو له امله په افغانستان کې خپل حضور کم کړي.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې کابل ته د سفر پر مهال د لړم په ١٥مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه چې کابل ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ يې له افغان ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله، د ملي امنيت له سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د ملي دفاع له وزير او يو شمېر نورو کسانو سره ګټورې او مهمې خبرې وکړې.

نوموړي وويل چې په دې ليدنو کې يې يو ځل بيا له افغانستان سره د ناټو او متحدينو د دوامداره همکاريو ژمنې تازه کړې او ډاډ يې ورکړ چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې به افغانستان يواځې نه پرېږدي.

سټولټنبرګ وايي: ((له افغانستان سره همکاري زموږ په ګټه هم ده، څو دغه هېواد يو ځل بيا د نړيوالو ترهګرو پر ځالې بدل نه شي او له دې ځايه زموږ پر هېوادونه بريدونه پلان نه کړي.))

د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو په اړه یې د يوې پوښتنې په ځواب کې د افغانانو ستاينه وکړه چې د وسله والو طالبانو پر ګواښونو سربېره د رايو مرکزونو ته ولاړل، د ښځو په ګډون تر څلورو ميليونو زياتو افغانانو خپلې رايې وکارولې او دا ډيموکراتيکه پروسه يې بريالۍ کړه.

خو د ناټو سرمنشي وويل چې د ټاکنو په دې پروسه کې ځينې تېروتنې هم وشوې، ځينې نيمګړتياوې او ستونزې وې او هيله يې څرګنده کړه چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې دا نيمګړتياوې هوارې شي.

د سټولټنبرګ په وينا، په ټوليزه توګه ټاکنې ښې وې او افغان ځواکونو وکولى شول چې د ناټو په همکارۍ د ټاکنو ښه امنيت ونيسي.

د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو سرمنشي هيله څرګنده کړه چې ولسمشريزې ټاکنې پر وخت سره ترسره شي او ولسمشر غني په دې اړه ډاډ ورکړى.

سټولټنبرګ د افغان سولې په اړه د مسکو د راتلونکې غونډې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د دې غونډې اجنډا تر اوسه معلومه نه ده؛ ځکه دوى پرې ډېر څه نه شي ويلى.

هغه زياته کړه چې ناټو او متحدين يې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې پروسې ملاتړ کوي او د روسيې په ګډون نور هېوادونه  هم بايد دغه لاره تعقيب کړي.

د ناټو سرمنشي وويل چې د مسکو هڅې بايد د افغان سولې پروسې په ملاتړ ترسره شي.

نوموړي په افغان سوله کې د امريکا د ځانګړي استازي د هڅو او د امريکا او طالبانو ترمنځ د نېغ په نېغه خبرو اترو هرکلى وکړ.

سټولټنبرګ وايي چې امريکا له افغان حکومت سره په همغږۍ خپلې هڅې پر مخ بيايي.

د کندهار تر پېښې وروسته ويل کېږي چې د افغان او ناټو ځواکونو ترمنځ اړيکې محدودې شوې دي، د ناټو سرمنشي په دې اړه وويل چې د افغان ځواکونو ته روزنه ورکول د دوى لومړيتوب دى او په دې برخه کې خپلې همکارۍ ته ادامه ورکوي.ـ

د ناټو سرمنشي وويل، دا له امکان څخه لرې ده چې د داخلي بريدونو له امله به دوى په افغانستان کې خپل حضور کم کړي.

خو هغه زياته کړه چې د ځینو امنيتي ملحوظاتو له امله په ځينو سيمو کې د روزنې څرنګوالى  د محدود وخت لپاره بدل  شوى خو دا به ډېر ژر نورمال حالت ته راشي.

نوموړي د ملکي تلفاتو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې هره مرګ ژوبله يوه تراژيدي ده او په دې برخه کې یې له افغانانو سره خپله خواشيني شريکه کړه.

د سټولټنبرګ په وينا، له افغان مشرانو سره يې د ليدنو پر مهال پر دې موضوع خبرې کړې دي او هڅې روانې دي چې دا کچه ټيټه شي.

د ناټو سرمنشي وويل چې په دې برخه کې د افغان ځواکونو استخباراتي برخه بايد پياوړې شي او د هغوى روزنه کې ډېر کار په کار دى او نور وسايل ورته بايد برابر کړل شي.

ده زياته کړه: ((دا مرګ ژوبله د جګړې قيمت په ډاګه کوي چې څومره ګرانه پرېوځي؛ ځکه د افغان سولې لپاره هلې ځلې چټکې شوې دي.))

هغه وايي، ناټو په دې  برخه کې خپل رول ادا کوي، په کابل او نورو هېوادونو کې د سولې په غونډو کې ګډون کوي او د سولې د ټولو هڅو ملاتړ کوي.

د هغه په وينا، طالبانو ته يې دا پيغام دى چې د جګړې په  ډګر کې ډېره بريا نه شي ترلاسه کولى، هغوى کولى شي چې ډېره بريا د خبرو اترو پر مېز ترلاسه کړي.

سټولټنبرګ د افغان حکومت د اصلاحاتو او فساد پر ضد د مبارزې په اړه د يوې پوښتنې په اړه وويل چې له افغان چارواکو سره يې په دې اړه خبرې کړې دي.

د ناټو سرمنشي وايي چې افغان حکومت په امنيتي ارګانونو او ځواکونو کې ځيني اصلاحات پيل کړي دي او دوى يې هرکلى کوي.

هغه وويل چې فساد اوس هم يوه ستره ننګوه ده او بايد پر ضد یې جدي مبارزه وشي.

نوموړي زياته کړه چې د پاکستان په ګډون ټول ګاونډي هېوادونه بايد د افغان سولې پروسې ملاتړ وکړي، ترهګرو او سخت دريځو ډلو ته خوندي سيمې ورنه کړي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement