ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ۸۰ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېر خوراکي توکي او درمل وسوځول شول

ننګرهار کې ۸۰ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېر خوراکي توکي او درمل وسوځول شول

author avatar
7 Nov 2018 - 15:36
ننګرهار کې ۸۰ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېر خوراکي توکي او درمل وسوځول شول
author avatar
7 Nov 2018 - 15:36

جلال اباد (پژواک، ۱۶ لړم ۹۷): د ننګرهار عامې روغتیا رياست له لورې ۸۰ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول.

چارواکي وايي، دغه توکي په تېرو شپږو مياشتو کې د روغتيايي ټيمونو له لوري د جلال اباد ښار او يو شمېر ولسواليو څخه راټول شوي دي.

دغه توکي د لړم په ۱۶مه د ننګرهار د هډې فارم اړوند د ګودامونو په سيمه کې د روغتيا رياست د مسوولينو له لوري وسوځول شول.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخېل رسنيو ته وویل، دوی په تېرو شپږو مياشتو کې د جلال اباد ښار او يو شمېر نورو ولسواليو څخه ۸۰ ټنه بې کيفيته او تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي راټول کړي وو چې نن یې وسوځول.

هغه زياته کړه، په دغو موادو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي او ۲۰ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېر درمل شامل وو.

میاخېل وايي، یاد خوراکي مواد ۱۳ میلیونه او درملو ۱۵ میلیونه افغانۍ ارزښت درلود چې قانوني وخت یې پوره شوی و یو اندازه یې تاریخ تر وو، د څارنې په ترڅ کې یې له ښاره را ټول کړي وو او نن یې د کمېسیون په حضور کې له منځه یووړل.

د چاپېریال او روغتیا ساتنې ادارې مشر ډاکتر محمد اشرف احمدزي وويل، د جلال اباد ښار او بېلابېلو ولسوالیو یې څارنه ترسره کړې چې مشروبات او خوراکي توکي یې نیولي چې له کبله یې ۲۲ فابریکې هم تړلې دي.

د روغتيايي قوانینو او څېړنې کمېسیون مشر ډاکټر ذاکر حضرتي وایي، د يادو توکو د نيولو تر څنګ يې اړوند دوکانداران او درمل پلورونکي نغدي جريمه کړي هم دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ادارې چارواکي زیاتوي چې ځانګړي ټیمونه به یې خپل کارونه لا هم چټک کړي څو د بې کیفیته او تاریخ تر درملو او خوراکي توکو د پېر او پلور مخه ونیول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.