ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه کې اووه پولیس وژل شوي

په فراه کې اووه پولیس وژل شوي

author avatar
7 Nov 2018 - 14:19
په فراه کې اووه پولیس وژل شوي
author avatar
7 Nov 2018 - 14:19

 

فراه (پژواک، ۱۶عقرب ۹۷): سرچينې وایي چې د فراه د مرکز په ده یک سیمه کې پر دوو امنیتي پوستو د طالبانو په بریدونو کې اووه پولیس وژل شوي او درې ټپیان دي.

ده یک کلی د فراه د ملي امنیت له ریاسته شاوخوا شپږ کیلومتره فاصله لري.

د فراه د ولایتي شورا غړي دادالله قانع پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه په یاده سیمه کې یوه امنیتي پوسته طالبانو ونیوله چې له امله اووه پولیس ووژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د نوموړي په خبره، طالبانو د نیول شوې پوستې ټول تجهیزات له ځان سره وړي دي.

خو د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې جګړه کې دوه امنیتي سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

محب زیاته کړه، وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېر په اړه یې معلومات نه لري.

طالبانو په دې دوه ساعته جګړه کې د خپلو کسانو مرګ ژوبله ردوي او وایې چې تېره شپه یې په دهیک کلي کې پر دوو امنیتي پوستو بریدونه وکړل کې د پوستې د نیولو سربېره یې له اوو ډېر پولیس وژلي دي.

د یادونې ده، دوې ورځې وړاندې هم طالبانو د فراه په پښتونکوټ ولسوالۍ کې له ایران سره پر پوله د سرحدي ځواکونو پر یو مرکز د برید له امله د یاد مرکز پر نیولو سربېره ۲۳ پولیس وژلي او له ۲۰ ډېر یې ژوندي نیولي وو.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.