ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځايي چارواکي: د ننګرهار د برېښنا واک له پاکستان سره دی

ځايي چارواکي: د ننګرهار د برېښنا واک له پاکستان سره دی

author avatar
7 Nov 2018 - 13:54
ځايي چارواکي: د ننګرهار د برېښنا واک له پاکستان سره دی
author avatar
7 Nov 2018 - 13:54

جلال اباد (پژواک، ۱٦ لړم ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، دغه ولايت ته د راغلې برېښنا د مزو پرې کولو چاره اوس د پاکستان په لاس کې ده او طالبان په دې برخه کې کوم صلاحیت نه لري.

دوی وايي، په دې اړه اوس پرېکړې پاکستان کوي خو ګواښ کوي، که اجازه ورنه کړل شوه، مجبور دي په بادپښ سيمه نظامي عمليات ترسره کړي.

د کابل له نغلو برېښنا کوټ څخه د ننګرهار مرکز جلال اباد او د لغمان مرکز مهترلام ښار ته د راغلې برېښنا لينونه له يوې مياشتې ډېر وخت وشو چې د وسله والو له لوري قطع شوي؛ خو لا هم د دغو دواړو ولايتونو مسوولين يې پر بېرته تړلو بريالي نه شول.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته په خبرو کې دا هيله مندي هم څرګنده کړه چې د بادپښ له لارې د برېښنا د راغلو مزو د مسير د تغيير زيری هم ورکړل شوى دى.

د خوږياڼي په خبره، پخوا  به چې کله هم د برېښنا مزي پرېکېدل؛ نو د وخت د مسوولينو له لوري به له وسله والو سره جوړجاړی کېده او بېرته به مزي تړل کېدل.

خو دی وايي، اوسني والي حيات الله حيات هېڅ ډول جوړجاړی ونه مانه او دا موضوع چې د ځايي وسله والو له لوري چې ځانونه افغانان ګڼي، پاکستان ته انتقال کړه.

هغه وويل اړينه نه ده، چې د اوسنيو غوښتنو په تړاو وضاحت ورکړي؛ خو له دې يې هم پرده پورته نه کړه، چې پخوانيو چارواکو ورسره په څه جوړجاړی کړی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، اوس د دې موضوع په اړه ځايي وسله والو ته لارښوونې او سپارښتنې له هماغه ځايه کېږي او دوی په کې هېڅ واک نه لري.

خوږياڼی وړاندې وايي: ((موږ په دې برخه کې ډېر وضاحت لازم نه بولو، ولې هغه معلومات چې موږ ترلاسه کړي، متاسفانه په افغانستان کې او يا په لغمان کې په دې اړه کومې پرېکړې او تصاميم نه نیول کېږي.))

هغه د ستونزې د حل په اړه وويل چې دوی هم د قومي مشرانو او ديني عالمانو د منځګړتوب له لارې هلې ځلې کوي او که دغه چاره بريالۍ نه شوه، پر هغه چا به عمليات او بمبار وکړي، چې پر خلکو برېښنا قطع کوي.

د والي وياند وايي، د برېښنا ستونزې د دايمي حل لپاره هم پر اوږدمهاله پلانونو کار پيل شوی، د ملي امنيت سلاکار او د برېښنا شرکت له عمومي رييس سره والي ځانګړې ليدنې کړې دي.

د هغه په وينا، مسوولينو ډاډ ورکړی چې دې موضوع ته به پنځه ميليونه ډالر بودجه ځانګړې شي او له بادپښ څخه به د برېښنا لينونه د اوزبين لارې ته واړول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.