ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښاري بې نظميو د لښکرګاه خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

ښاري بې نظميو د لښکرګاه خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

author avatar
7 Nov 2018 - 16:54
ښاري بې نظميو د لښکرګاه خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي
author avatar
7 Nov 2018 - 16:54

لښکرګاه ښار (پژواک، ١٦ لړم ٩٧): د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې بې نظمۍ او د ښاري فرهنګ نه مراعاتول، د دغه ښار خلک او هټيۍ وال له ستونزو سره مخ کړي او هم ورسره د ښار بڼه بدرنګه شوې ده.

د لښکرګاه ښاريان ښاري بې نظمي د چاپېريال چټلېدو عمده لامل هم بولي او پر ښاروالۍ نيوکه کوي چې په دې برخه کې يې خپل مسووليت نه دی ترسره کړی.

د ياد ښار د دويمې ناحيې اوسېدونکی حاجي عبدالغفور د لړم په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ښاري کوڅې او لويې لارې د پخوا په پرتله زياتې چټلې شوې او د يادو سيمو کثافات هم پر وخت نه ټولېږي.

نوموړي پژواک ته وويل چې د موټرو د پارکېنګ، د لاسي کراچۍ، سبزي او مېوه پلورونکو ته د مناسب ځای نه شتون له امله ښاري بې نظمي ډېره شوې ده.

عبدالغفور وايي: ((ښار ډېر چټل شوی، هرې خوا ته بې نظمي او خپلسري ده. ښاروالي دې د ښاري نظم او فرهنګ لپاره تشويقي پروګرامونه جوړ کړي او هغو ناحيو ته دې ډېر کار وکړي چې ښه کار او ډېره ماليه يې تحويل کړې وي.))

د لښکرګاه اوسېدونکی عبدالله ويسا د ښار په صفايي او د ښاري فرهنګ په مراعاتولو کې د ښاريانو ونډه لويه او اساسي بولي او نيوکه کوي چې خلکو او هټۍ والو په دې برخه کې خپل مسووليت نه دی ترسره کړی.

ويسا د نوو ودانيو او مارکېټونو پر معياري جوړولو ټينګار کوي او وايي: ((د ښار صفايي او د ټولو ستونزو حل يوه اداره او کم تشکيل نه شي کولای، دا د هر هغه چا مسووليت دی چې په ښار کې يې کور يا دوکان دی. که هر څوک خپل ځای صفا کړي او څه بې ځايه ونه غورځوي، لوی بدلون راځي.))

دغه راز مدني فعال عبدالحق ځواکمن وايي چې د ښاري ژوند د اصولو د نه مراعات له امله ځيني لارې له کثافاتو او د بې نظمۍ له امله ډېر مهال بندې وي.

ځواکمن په دې برخه کې د عامې روغتيا، اطلاعاتو او فرهنګ او ښار جوړولو رياستونه هم مسوول بولي او وايې چې د کال په اوږدو کې ښاروالي لوري نيالګي کينول کيږي، خو د مراقبت د نه شتون له امله بېرته وچېږي.

دی وايي: ((په هر ځای کې خوراکي توکي پلورل کېږي او پخېږي، خلکو ته لا هم د معاصر ښاري ژوند اصول نه دي رسېدلي، په ښار کې بې نقشې او غير معياري ودانۍ او مارکېټونه جوړ شوي چې هر څه يې خراب کړي دي.))

د ښار بل اوسېدونکی ګل محمد لښکرګاه ښاروالي پر بې کفايتي تورنوي او وايي چې ځينې ښاري پلې لارې، ويالې، سړکونه او ګلدانونه ترميم ته اړتيا لري، خو تر اوسه يې د جوړولو لپاره هېڅ نه دي شوي.

نوموړی په ښار کې د تفريحي ځايونو او پارکونو نشتوالی بله لويه تشه يادوي او وايي چې ښاريان د جسمي ستړيا سربېره د ذهني ارامي ځای هم نلري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.