جلال اباد (پژواک، ۱۶ لړم ۹۷): د ننګرهار ولايت کروندګر وايي، د دوی کرنيزو حاصلاتو ته د مناسب بازار نه موجوديت د دې لامل شوی چې له امله يې کروندګر په خپلو کروندو کې کوکنار وکري.
بلخوا ځايي چارواکي وايي، تېر کال هم د دغه ولايت په پنځلس ولسواليو کې نږدې ۱۹زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو چې ۶۶۳ مټريک ټنه اپين ترې ترلاسه شوي دي.
خو چارواکي وايي روان کال د کوکنارو د کر د مخنيوي لپاره ځانګړي پلانونه لري او پر وړاندې به يې جدي کمپاينونه ترسره کړي.
د ننګرهار ولايتي چارواکو د لړم په ۱۶مه د يوې مشورتي غونډې پرمهال د دغه ولايت کروندګر وهڅول چې په خپلو کروندو کې د کوکنارو پرځای نور حلال فصلونه وکري.
د ننګرهار والي حيات الله حيات غونډې ته وويل چې تېر کال هم د دغه ولايت د پنځلس ولسواليو په ۱۸زره او ۹۰۰ هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي و، چې ۶۶۳ مټريک ټُنه اپين ترې تر لاسه شوي دي.
دی زياتوي، دوی نه يوازې دا چې د کوکنارو د کښت د اړولو کمپاينونه يې ترسره کړي، کروندګرو ته يې د بديل معيشت پروګرامونه يې ورته هم برابر کړي دي.
هغه وايي: ((دغه راز مو ۶۲ زره او ۲۸۲ کروندګرو سره د اصلاح شويو تخمونو، کيمياوي سرو، تخنيکي روزنې، باغدارۍ، مالدارۍ او نورو برخو کې مرستې کړې دي.))
والي وايي، ننګرهار کې سل زره ځوانان په نشه روږدي دي او دوی يوازې د ۱۴۰۰ کسانو د درملنې وړتيا لري چې هر کال زرګونه ځوانان پر نشه روږدي پاتې وي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان پاسوال غلام سنايي ستانکزي ډاډ ورکړ چې هېچا ته روان کال د کوکنارو د کښت اجازه نه ورکوي او په دغه برخه کې جدي کمپاينونه ترسره کوي.
هغه نيوکه وکړه، د دولت د بديل معيشت پروګرامونه کمزوري دي چې له امله يې کروندګر کوکنارو کرلو ته اړ کېږي او بايد دغه برخه کې مرستې ډيرې او له فساد پاکې شي.
د ننګرهار د حج او اوقافو رييس قاري داوود مجاهد وويل چې د اسلام له نظره ټول هغه کارونه ناروا دي، چې خلکو ته يې ضرر رسيږي او د کوکنارو د کښت او استعال له امله هم سلګونه زره هېوادوال په ټول هېواد کې پر نشه روږدي دي.
بلخوا کروندګر وايي، ځکه د کوکنارو کښت ته مجبور شوي چې د دوی کرنيز حاصلات بازار نه لري او کوکنار تر کر وړاندې خرڅ شوي وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن