کابل (پژواک، ١٧ لړم ٩٧): د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د واخان دهلېز د نوري شبکې پروژې د تطبیق لپاره چین ته د ۵۰ ميلیون ډالرو مرستې پروپوزل وړاندې کړ او چین په یاده پروژه کې د ملاتړ لېوالتیا وښوده.
پژواک ته د افغانستان د معلوماتي ټکنالوجۍ او مخابراتو وزارت په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان به د ستراتيژیک جغرافیایي موقعیت له امله د یادې پروژې تر عملي کېدو وروسته د چین، جنوبي اسیا، اروپا او امریکا ترمنځ د معلوماتي ترانزيټ لویه لار جوړه شي.
خبرپاڼې زیاته کړې، د یادې پروژې له تطبیق وروسته به افغانستان له یوې خوا ميلیونونه ډالر عاید ترلاسه کوي او له بلې خوا به افغانان چټک او ارزانه انټرنېټ ته لاسرسی پیدا کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د معلوماتي ټکنالوجۍ او مخابراتو وزیر په چین کې د انټرنېټ د پنځم نړیوال کنفرانس پر مهال د چین هېواد د مخابراتي ټکنالوجۍ او صنعت وزیر (Chen Zhao Xiong) سره کتلي دي.
سرچینه زیاتوي، اریوبي له خپل چیني سیال سره د لیدنې پر مهال د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د ورېښمو د ډیجیټلي لارې پر پروژه، له برېښنايي لارو د افغانستان اقتصادي پرمختګ او په ځانګړي ډول د بدخشان د واخان دهېلز له لارې د نوري فایبر د تړلو په اړه خبرې کړې دي.
اریوبي ویلي، افغان دولت د واخان دهلېز د پروژې سروې بشپړه کړې او د یادې پروژې د عملي کېدو پر وړاندې هېڅ خنډ نشته.
سرچینې لیکلي، د افغانستان د معلوماتي ټکنالوجۍ او مخابراتو وزیر د یادې پروژې د عملي کېدو د پیل لپاره د ۵۰ ميلیون ډالري پروپوزل لګښت چین ته وسپاره.
په خبرپاڼه کې راغلي: ((چین له افغان دولت سره ژمنه کړې وه چې د واخان دهلېز د نوري فایبر پروژې مالي لګښت پر غاړه اخلي.))
د سرچنې د معلوماتو له مخې، د چین د مخابراتي ټکنالوجۍ او صنعت وزیر ژمنه وکړه چې دغه پروژې ته به په خپلو لومړیتوبونو کې ځای ورکوي او یاده موضوع له اړوند چیني چارواکو سره شریکوي.
نوموړي ویلي چې د دې پروژې د منظورۍ او مالي تایید په اړه به ډېر ژر افغان دولت ته خبر ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن