کندوز ښار (پژواک، ١٧ لړم ٩٧): د کندوز په مرکز کې د ١،٣ ميليارده افغانيو په لګښت د غالۍ اوبدلو د یو ستر تولیدي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې.
د دغه مرکز د جوړېدو چارې نن (د لړم ١٧مه) د کندوز ښار په عسقلان دښته کې پيل شوې.
د اړوندې موضوع په اړه جوړو شوو مراسمو ته د کندوز والي عبدالجبار نعيمي وويل چې دغه ښارګوټی د درېيو کلونو په موده کې پر زر جریبه ځمکه جوړېږي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه ښارګوټي کې به د غالۍ اوبدلو ۱۱۰ لويې او وړې کار خانې ۲۰ هستوګنیز بلاکونه چې هر یو به يې پنځه پوړه او ۳۰ اپارتمانه ولري، جوړ شي.
والي وايي چې د دغه ښارګوټي کارونه به په درېیو پړاوونو کې یو په بل پسې ترسره شي چې په لومړي پړاو کې به يې د ۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړکونو او پليو لارو چارې پيل شي.
ده وويل: ((په دويم پړاو کې به يې د اوبو رسولو، برېښنا او کانالیزاسیون جوړ شي او په درېیم پړاو کې به يې تعمیراتي کارونه چې ۱۱۰ لويې او وړې کارخانې، ۲۰ هستوګنیز بلاکونه... او نور شامل دي ودان شي چې په دغو ټولو چارو به یو اعشاریه درې ميلیارده افغانۍ لګښت وشي.))
د نعيمي په وينا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به نږدې لس زره فني کارکوونکو او صنعت کارانو ته د کار زمینه برابره شي او شاوخوا اتیازره نور کسانو ته به يې په غیر مستقیمه توګه ګټه ورسېږي.
د کندوز والي په همدې مهال پر قراردادي شرکت غږ وکړ چې ورسپارل شوې چارې د قرارداد له اصولو سره سمې په ښه کیفیت ترسره کړي او هېچا ته اجازه ورنه کړي چې په یو او بل نوم د پراختیايي کارونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.
نعيمي پر خلکو هم غږ وکړ چې له هرې ملي او ټولګټې پروژې په کلکه ساتنه وکړي او د پراختیايي پروژو د تطبیق او ساتنې په برخه کې دي ټول امنیتي ارګانونه هم خپل مسوولیت ترسره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن