ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“دولت او طالبان تر اوسه د سولې لپاره ځانکړې طرحه نه لري”

“دولت او طالبان تر اوسه د سولې لپاره ځانکړې طرحه نه لري”

author avatar
8 Nov 2018 - 18:16
“دولت او طالبان تر اوسه د سولې لپاره ځانکړې طرحه نه لري”
author avatar
8 Nov 2018 - 18:16

کابل (پژواک، ١٧ لړم ٩٧): سياسيونو په کابل کې د «سوله د ملي وفاق په هنداره کې» تر عنوان لاندې ناسته کې پر ملي اجماع او د سولې لپاره د سرو کرښو په مشخص کولو ټینګار وکړ او ويې ویل، دولت او طالبان تر اوسه د سولې لپاره ځانګړې طرحه نه لري.

دغه غونډه نن په  کابل کې د « ملي اجنډا جریان» له خوا جوړه شوه.

د ناستې پر مهال د ملي اجنډا د جریان بنسټګر او رییس احمد ولي مسعود وویل، خلک تر اوسه هم نه پوهېږي چې حکومت څه ډول سوله غواړي او څرنګه یې ساتي.

 د نوموړي په خبره، حکومتونو په تېرو ۱۷ کلونو کې د سولې لپاره هېڅ بریالی ګام نه دی پورته کړی او حتی نه دي توانېدلي چې خپل منځي اختلافونه له منځه یوسي.

 ده وویل، تر اوسه د دولت یا طالبانو له خوا یوه جامع طرحه نه ده وړاندې شوې او د جګړې هېڅ لوری د سولې لپاره طرحه نه لري، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د سولې لپاره یوې جامع طرحې ته اړتیا ده.

 د مسعود په خبره، د سولې لپاره د سرو کرښو  مشخص کولو ته اړتیا ده چې دیني او ارزښتناکه لاسته راوړنې تر پښو لاندې نه شي.

 د پخواني حکومت د ملي امنیت شورا مشاور او د ناستې یو تن ګډونوال رنګین دادفر سپنتا وویل چې سوله د خلکو اړتیا او غوښتنه ده، خو تر اوسه د سولې لپاره هېڅ رښتینی ګام نه دی پورته شوی او په دې برخه کې زیاتره فعالیتونو نمایشي بڼه درلوده.

 په افغانستان کې داسې مهال شدیده جګړه روانه ده چې افغان دولت کلونه مخکې د سولې د راتلو لپاره د سولې عالي شورا جوړه کړه او اوس د سولې د مشورتي بورډ د جوړېدو لپاره هڅه کوي. طالبانو هم څو کاله مخکې په قطر کې سیاسي دفتر خلاص کړی دی.

 دغه راز په دې وروستیو کې زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو مشاور ټاکل شوی او د سولې په برخه کې خپلې هڅې کوي.

 سربېره پر دې، ټاکل شوې ده چې سبا په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه د طالبانو او د افغانستان د سولې د عالي شورا د استازو او ځينو سیاستوالو په ګډون غونډه وشي. تمه کېږي چې په دې غونډه کې به د سیمې د یو شمېر هېوادونو استازي هم برخه واخلي.

 د سپنتا په باور، د سولې د رامنځته کېدو په اړه د نظر اختلاف شته، په دې برخه کې ملي اجماع نه ده رامځته شوې، په داسې حال کې چې له ملي اجماع پرته د رښتینې سولې راتلل لرې خبره ده.

 نوموړي وویل، په اوسني نظام کې ځینې خلک اوس هم په دې باور دي چې کولی شي سولې ته د زور او وسلې له لارې ورسېږي. سپنتا وايي، تر هغو چې دا ډول نظرونه موجود وي رښتینې سولې ته رسېدل ناشوني دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.