ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکايي ځواکونو هوايي برید کې دوه د ملي اردو سرتېري او درې پاڅونوال وژل شوي

د امریکايي ځواکونو هوايي برید کې دوه د ملي اردو سرتېري او درې پاڅونوال وژل شوي

author avatar
8 Nov 2018 - 09:36
د امریکايي ځواکونو هوايي برید کې دوه د ملي اردو سرتېري او درې پاڅونوال وژل شوي
author avatar
8 Nov 2018 - 09:36

کابل  (پژواک، ١٧ لړم ٩٧): د ننګرهار په نازيانو ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې د ملي اردو سرتېرو او پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نازيانو ولسوال قاضي طارق د لړم په ١٧مه پژواک خبري اژانس افغان ګډو ځوکونو له پاڅونوالو سره يو ځاى د داعش پر ضد عمليات پيل کړي او اوس هم روان دي.

هغه زياته کړه چې تېره شپه د یادې ولسوالۍ په مورچل سيمه کې کومه پېښه شوې، خو دا چې دا سيمه ډېره لرې ده، دى يې په اړه معلومات نه لري.

خو د دغه ولايت يوې بلې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله پژواک  اژانس ته وويل چې امريکايي ځواکونو د عملياتو پر مهال په تېروتنې سره پر دولتي ځواکونو هوايي بريد کړى دى.

سرچينې زياته کړه چې په دغه بريد کې دوه د ملي اردو سرتېري او درې پاڅونوال وژل شوي دي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ولايت مقام نظر واخلي، خو هغوى په دې اړه معلومات نه درلودل.

دغه راز پژواک په کابل کې له امريکايي ځواکونو سره د ايمېل له لارې اړيکه نيولې ده، خو د دغه خبر تر خپرېدو پورې يې معلومات نه وو شريک کړي.

د يادونې ده، دوه ورځې مخکې په نازيانو ولسوالۍ کې شاوخوا ٥٠٠ کسانو د داعش پر ضد پاڅون کړى او له دولتي ځواکونو سره په ګډه يې د هغوى پر ضد عمليات پيل کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.