ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست، پکتيا او پکتيکا ٤٠ سلنه جلغوزي چين او ٦٠ سلنه پاکستان ته وړل کېږي

د خوست، پکتيا او پکتيکا ٤٠ سلنه جلغوزي چين او ٦٠ سلنه پاکستان ته وړل کېږي

author avatar
8 Nov 2018 - 16:00
د خوست، پکتيا او پکتيکا ٤٠ سلنه جلغوزي چين او ٦٠ سلنه پاکستان ته وړل کېږي
author avatar
8 Nov 2018 - 16:00

خوست- ښرنه- ګردېز (پژواک، ۱۷ لړم ۹۷): د خوست پکتيا او پکتيکا د جلغوزيو سوداګر وايي چې د چين- افغانستان ترمنځ د هوايي دهلېز په پرانيستلو سره د لويې پکتيا د جلغوزو زياته برخه اوس هم د پکتيکا د انګور اډې او واڼه له لارې پاکستان ته په قاچاقي ډول وړل کېږي.

د جلغوزيو دغه سوداګر وايي چې پاکستان ورته ګمرکي تعرفه معاف کړې؛ ځکه هغوی خپل جلغوزي د کوم بل هېواد پر ځای پاکستان ته وړي.

هغوی وايي، که افغان چارواکي د چين له دولت سره د ګمرک کمولو په اړه خبرې وکړي، نو د دوی جلغوزي به په خپل نوم او په ډېره ښه بیه چين ته صادر شي.

د اصيل خان په نوم خوست کې د جلغوزيو يوه سوداګر پژواک خبري اژانس ته سره خبرو کې د چين- افغانستان ترمنځ د هوايي دهلېز په پرانيستل کېدو خوښي وښوده، خو وايي چې اوس هم د دوی زياتره جلغوزي پاکستان ته وړل کېږي.

دی وايي: ((سږ کال په سلو کې ۴۰ سلنه زموږ جلغوزي د هوايي دهلېز له لارې چين ته صادر شول او ۶۰ سلنه نور اوس هم پاکستان ته روان دی، خو موږ هيله من يو چې راتلونکی کال به دا کچه نوره هم زياته شي.))

د خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو جلغوزي لومړی خوست کې د جلغوزيو لپاره جوړ شوي مارکېټ ته راوړل کېږي او له هغې ځايه بيا د پکتيکا د انګور اډې او واڼه له لارې پاکستان ته په قاچاقي ډول پاکستان ته وړل کېږي.

د حسين په نوم د پکتيا ولايت يوه اوسېدونکی چې خپل جلغوزي يې دغه مارکېټ ته راوړي پژواک اژانس ته وويل چې سږ کال د وچکالۍ له کبله د جلغوزيو حاصلات د تېرو کلونو په نسبت کم دي، خو نرخ يې لوړ شوی دی.

د هغه په وينا چې سږ کال ۵۰ کيلوګرامه جلغوزي حد اقل په څه باندې زر ډالره خرڅېږي.

هغه زياته کړه: ((د تېر کال په پرتله سږ کال څلورمه حصه هم جلغوزيو حاصل نه دی ورکړی. په ځينو سيمو کې ښه و، په ځينو کې بيا نه و ښه. زموږ د سيمې جلغوزي د ځينو نورو سيمو په پرتله ښه دي.))

په داسې حال کې چې وړمه ورځ چين هېواد ته د هوايي دهلېز په پرانيستلو سره د جلغوزيو د انتقال لړۍ پيل شوه، د لويې پکتيا د جلغوزيو زياته برخه لا هم د واڼه له لارې پاکستان ته په قاچاق روان دي او بيا يې د پاکستان په مارکه چينايي سوداګر رانيسي.

په خوست کې د جلغوزيو د سوداګرو د اتحاديې مشر شهزاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر دې دمه له دغه مارکېټ نه شاوخوا پنځه سوه ټنه جلغوزي وتلي او دا لاړۍ لا روانه ده.

نوموړی وايي چې د چين ګمرک ورته قيمت پرېوځي؛ ځکه پاکستان ورته ګمرکي تعرفه معاف کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.