ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: له افغانستانه وتل مو تر پاتې کېدو په لوړه بیه تمامېږي

ناټو: له افغانستانه وتل مو تر پاتې کېدو په لوړه بیه تمامېږي

author avatar
8 Nov 2018 - 11:47
ناټو: له افغانستانه وتل مو تر پاتې کېدو په لوړه بیه تمامېږي
author avatar
8 Nov 2018 - 11:47

کابل (پژواک، ١٧ لړم ٩٧): د ناټو سرمنشي وايي چې له افغانستانه وتل ورته په دغه هېواد کې له اوسېدو په ګرانه بيه تمامېږي.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون په هرات ولايت کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت اړوند قوماندانۍ کې خپلو ځواکونو ته د وينا پر مهال کړې دي.

هغه چې افغانستان ته په دوه ورځني سفر راغلى و، په لومړۍ ورځ  يې په کابل کې د ولسمشر غني په ګډون له ګڼ شمېر افغان چارواکو سره وليدل.

سټولټنبرګ په هرات کې خپلو سرتېرو ويلي: ((تاسو ځکه دلته ماموريت ترسره کوئ چې ناټو په افغانستان کې ده، ناټو غواړي چې افغانستان داسې خوندي کړي چې يو ځل بيا دغه هېواد د نړيوالو ترهګرو پر خوندي ځالې بدل نه شي.))

د نوموړي په وينا، که دا يو ډول له افغانستان سره مرسته ده، نو له بلې خوا له ناټو او نړيوالو سره هم مرسته ده او دا د نړيوالې ټولنې د امنيتي ګټو لپاره هم مهمه ده.

د ناټو سرمنشي وايي، که چېرې داسې ونه شي، نو نړيوال ترهګر به په افغانستان کې پر غربي هېوادونو بريدونو لپاره پلانونه جوړ او د دغو هېوادونو امنيت له ګواښ سره مخ کړي.

هغه زياته کړې: ((په کابل کې له افغان مشرانو سره د ليدنو پر مهال هغوى ته مې ډاډ ورکړ چې موږ  له تاسو سره اوږودمهاله همکاريو ته ژمن يو او د افغان ځواکونو روزنې ته ادامه ورکوو.))

خو سټولټنبرګ ويلي چې په افغانستان کې ننګونې، سختۍ او ستونزې هم ډېرې دي او دوى دا کمه نه نيسي.

دى وايي: ((موږ پر دې سخت باوري يو چې له افغانستانه وتل موږ ته په افغانستان کې له اوسېدو څخه په ګرانه بيه تمامېږي.))

د هغه په وينا، که چېرې ناټو افغانستان پرېږدي، نو د دې خطر شته چې طالبان له نورو ترهګرو ډلو سره بيا راشي او خپل مرکزونه قوي کړي.

د ناټو سرمنشي وويل چې په دغه صورت کې به دغه ترهګر پر افغانانو او د نړۍ پر نورو هېوادونو او خلکو بريدونه ترسره کړي.

هغه په ډاګه کړې چې د افغانستان د شخړې د هواري يواځېنۍ سياسي لاره ده چې د خبرو اترو له لارې سوله رامنځته شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.