د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر به سباپه دايکنډي کې شپږ پروژې پرانېزي

ولسمشر به سباپه دايکنډي کې شپږ پروژې پرانېزي

Nov 08, 2018 - 18:29

 نیلي( پژواک، ۱۷ لړم ۹۷) : د دایکنډي چارواکي وايي چې دغه ولایت ته سبا د ولسمشر د سفر پر مهال  به  شپږ پروژې پرانیستل شي.

 د دایکنډي د والي ویاند علي اکبر ناطقي پژواک خبري اژانس ته وویل، ټاکل شوې ده چې سبا (د لړم ۱۸ مه) به ولسمشر غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ دایکنډي ته سفر وکړي او په دغه ولایت کې به د سوختک برېښنا بند ګټې ته سپارلو، د نوي هوايي ډګر تخنیکي مطالعاتو، د ملکیت د سند وېش، دسړک د قیر کولو، د هوايي ډګر رغولو او لمریزې برېښنا په ګډون  شپږ پروژې پرانیزي.

نوموړي زیاته کړه، ولسمشر به د یاد سفر پر مهال له ملکي خلکو، دیني عالمانو، مدني بنسټونو، ځوانانو او د دغه ولایت له مشرانو او قومي مخورو سره جلا لیدنې وکړي.

د نېلي د اوسېدوونکو لپاره د پلاني او غیر پلاني سیمو د ملکیت د ۵۰۰ سندونو وېش، د نیلي ښار په داخل کې د ۴۳۰ ميلیون افغانیو په لګښت د ۸،۸ کیلو متره سړک قیر کول، د شهرستان، میرامور، اشترلي ولسوالیو او د دایکنډي ښار په مرکز نیلي کې د ۱۳،۵ ميلیون ډالرو په لګښت د ۵،۵ مېګا واټه برېښنا پرانیستل هغه پروژې دي چې د ولسمشر له خوا پرانیستل کېږي.

دغه راز په نیلي کې د ۴،۹ میليون ډالرو په لګښت د سوختک برېښنا بند ګټې اخیستنې ته سپارل، د ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د نیلي ښار په داخل کې د برېښنا د وېش پروژه، په نیلي کې د نوي هوايي ډګر د تخنیکي مطالعو پرانیستل، د ۱۹۳ زره ډالرو په لګښت د اوسني هوايي ډګر د ترمیم او بیارغونې پروژې به هم سبا ولسمشر پرانیزي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement