ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: سوله به د پردې تر شا ونه شي

ولسمشر غني: سوله به د پردې تر شا ونه شي

author avatar
8 Nov 2018 - 20:49
ولسمشر غني: سوله به د پردې تر شا ونه شي
author avatar
8 Nov 2018 - 20:49

کابل (پژواک ١٧ لړم ٩٧): ولسمشر غني وايي، سوله به د پردې تر شا ونه شي، له همدې امله په دې اړه له بېلابېلو اقشارو سره د مشورتي ناستو لړۍ ترسره کیږي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دغه خبرې نن ماښام له يو شمېر سياسي او مدني فعالانو سره په کتنه کې کړې دي.

سرچينه کاږي، په دې کتنه کې ولسمشر د سولې پروسې په اړه د هغوى لیدلوري واورېدل.

سرچينه زياتوي، په دغه مشورتي غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، ولسمشر غني د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې پروسې په اړه له بېلابېلو اقشارو سره پر مشورو ټینګار وکړ او ويې ویل، د سولې پروسه ملي اجماع ته اړتیا لري.

د خبرپاڼې په حواله، وروسته، آمنې افضلي، ذاکرې عزیزي، فضل احمد معنوي، شیوا شرق، حمیرا ثاقب، زرقا یفتلي، میترا مهران، رویا سادات، نورزي او مېرمن رسولي د سولې بهیر د څرنګوالي او مدیریت، د ښځو او سیاسي ګوندونو د ونډې په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه مطرح کړل.

ولسمشر سیاسي او مدني فعالانو له لیدلورو هرکلی وکړ او ویې ویل، د مدني ټولنې د بېلابېلو اقشارو په ځانګړي ډول سیاسي فعالانو او مدني ټولنې نظرونه به د سولې بهیر پیاوړی کړي.

ولسمشر ياده مشورتي ناسته په داسې حال کې د سولې په تړاو کړې چې سبا (د جمعې ورځ) د روسيې په پلازمېنې مسکو کې د طالبانو، د سولې عالي شورا  او د ١٢ هېوادونو د استازو په ګډون د سولې په اړه غونډه جوړېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.