تالقان (پژواک، ١٧ لړم ٩٧): د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې د ملي اردو ١٤ سرتېري وژل شوي دي.
د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرشيد بشير د لړم په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو سرې قطعې پرون له غرمې وروسته د خواجه غار ولسوالۍ د چارتراش په سيمه کې د ملي اردو پر يوه مرکز بريد وکړ.
هغه زياته کړه چې په دغه بريد د ملي اردو ١٤ سرتېري وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي دي.
بشير وايي چې د پوليسو په ګډون تازه امنيتي ځواکونه سيمې ته ورسېدل او وسله وال طالبان يې تېښتې ته اړ کړل.
د نوموړي په وينا، په دغه کمپ کې ٥٥ سرتېري مېشت وو او که چېرې مرستندوى ځواک نه واى رسېدلى، ډېره مرګ ژوبله به اوښتې وه.
د تخار امنيه قوماندان وويل چې په دې نښته کې تر ٢٠ پورې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي زياته کړه چې دا په دغه ولايت کې د طالبانو د سرې قطعې لومړى بريد و.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن