ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني او میدان وردګو کې امنیتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په غزني او میدان وردګو کې امنیتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
8 Nov 2018 - 14:18
په غزني او میدان وردګو کې امنیتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
8 Nov 2018 - 14:18

غزني- ميدان ښار (پژواک، ١٧ لړم ٩٧): په غزني او ميدان وردګو ولايتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو کې اووه امنيتي سرتېري او يو شمېر طالبان وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د لړم په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ښار اړوند قلعه قاضي سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايې چې په دغه بريد کې درې پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

نوري دا هم وويل چې د اندړو ولسوالۍ په سرخ دېوال سيمه کې هم طالبانو د پوليسو پر پوستې بريد کړى چې په ترڅ کې يې يو پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

ده وويل چې په يادو جګړو کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په ميدان وردګو ولايت کې هم د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت د والي وياند عبدالرحمن منګل پژواک ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د سيد اباد ولسوالۍ د مغلو په سيمه کې د ملي اردو پر دوو پوستو بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه چې په دغو بريدونو کې درې سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

منګل وايي چې د يوې پوستې سرتېرو شا تګ کړى و، خو وروسته بېرته دغه پوسته امنيتي ځواکونو ونيوه.

د نوموړي په وينا، په دې نښته کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه جګړې تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د غزني، کندوز او ميدان وردګو په جګړو کې ٨٣ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.