چاریکار (پژواک، ١٧ عقرب ٩٧): د پروان امنیه قومانداني وايي چې تېره شپه د دغه ولایت د مرکز په لغماني کلي کې یوې ښځې خپل خاوند د تبر په وسیله وژلی دی.
د پروان د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير محمد کاظم قاضي زاده له جزئیاتو پرته پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې ده.
د ده په خبره، وژل شوی کس میراغا نومېده او کارګري یې کوله.
قاضي زاده وايي، پولیسو یاده ښځه نیولې او تر څېړنو لاندې ده.
د نوموړي په خبره، نیول شوې مېرمنې خپل جرم منلی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن