ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې د بې اسناده موټرو پر ګرځېدو بندیز لګېدلی

پکتیکا کې د بې اسناده موټرو پر ګرځېدو بندیز لګېدلی

author avatar
8 Nov 2018 - 17:41
پکتیکا کې د بې اسناده موټرو پر ګرځېدو بندیز لګېدلی
author avatar
8 Nov 2018 - 17:41

ښرنه (پژواک، ١٧ لړم ٩٧): د پکتيکا ولايت د امنيې قوماندانۍ له لوري په مرکز ښرنه کې د موټرو د تورور ښيښو سپینولو او په ښار کې د بې اسنادو موټرو بندولو کمپاين پيل شوی.

خو خلک وايي چې دولت دې بې اسنادو موټرو ته قانوني اسناد ورکړي؛ ځکه په دغه ولايت ۹۸ سلنه بې اسنادو موټر ګرځي.

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني د لړم په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ټوله پکتیکا کې له ټولو نظامي ارګانونو سره په همغږي د ښه امنیت ساتلو لپاره به د ټولو دولتي او ملکي وګړو د موټرو د تورو شيشو مخنیوی کوي.

هغه زياته کړه چې يوه میاشت يې هغو موټرو ته وخت ورکړى چې د افغانستان لاس نه وي او يا هم  جوازونه نه لري او که وروسته له چا سره کوم بې جوازه موټر ولیدل شي نو دوی به يې ورڅخه ضبط کړي.

د مرکز ښرنې اوسېدونکي نديم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې ۹۸ فيصده موټر اسناد نه لري چې بندول به يې حکومت او خلک وننګوي.

هغه وويل چې دولت دې د بې اسناده موټرو لپاره قانوني جوازونه ووېشي چې له يو اړخه خلک خپلو موټرو ته قانوني اسناد جوړ کړي بل لور ته به له دې لارې دولت ته يو زيات شمېر عوايد په لاس ورشي.

نوموړي په دې برخه کې  له حکومته د کلکې پاملرنې او پلان جوړونې غوښتنه وکړه.

د اورګون ولسوالۍ د دنې کلي اوسطدونکي منور پژواک ته وويل چې حکومت دې افغانستان ته د هغو موټرو مخه ونيسي چې اسناد نه لري او پلورل کېږي.

سرچينې وويل چې دغه کار به د حکومت او ولس ترمنځ فاصله جوړه کړي، نو په کار ده چې د تېر په څېر بيا هم موټرو ته قانوني اسناد ورکړل شي.

په مرکز ښرنه کې د موټرو د یوه پلورنځي مسوول شمس الدين پژواک ته وويل چې د دوی په شورم کې په سلګونو بې اسناده موټر ولاړ دي او په دغه لايت کې هم خلک بې اسناده موټر خوښوي.

هغه زياته کړه چې د امنيتي ځواکونو له لوري شوې پرېکړه يو احساساتي عمل دی او په دې پرېکړه دې بيا کتنه وشي.

د نوموړي په وينا، د تورو ښيښو سپینولو پرېکړه پر ځای پرېکړه ده، خو دوی هيله لري چې امنيتي ارګانونه دې د شخصي موټرو تر څنګ د زورواکو او او دولتي کسانو د موټرو شېشي هم سپينې کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.