کندوز، زرنج (پژواک، ١٨ لړم ٩٧): ځينې سرچينې وايي، په کندوز او نيمروز ولايتونو کې يوولس سيمه ييز پوليس وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
د کندوز د ولايتي شورا غړى امين الله آيدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دغه واليت د قلعه ذال ولسواليو پر تاسيساتو بريدونه وکړل.
د هغه په وينا، په دغو بريدونو کې نهه سيمه ييز پوليس وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
په دغه ولايت کې يوه امنيتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي چې په ياده نښته کې سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېر په اړه يې معلومات نه لري.
هغه د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې نن له غرمې مخکې هم په دغه ولسوالۍ کې نښتې روانې وې.
د يو بل خبر له مخې، په نيمروز ولايت کې دوه پوليسو ژوند له لاسه ورکړى دى.
د نيمروز د خاشرود ولسوال عبدالجليل صديقى وايي چې طالبانو تېره شپه د زرنج – دلارام پر لويه لار پرته سيمه خواجه سوري کې پر يوه پوسته بريد وکړ.
هغه وويل چې په دغه دوه ساعته نښته کې يو پوليس وژل شوى او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو دى يې د شمېر په اړه معلومات نه لري.
ولسوال وايي، کله چې مرستندوى ځواکونه يادې سيمې ته روان وو، د پوليسو يو موټر چپه شو چې له امله يې يو پوليس ژوند له لاسه ورکړ.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن