ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه پيل شوه

د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه پيل شوه

author avatar
9 Nov 2018 - 12:22
د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه پيل شوه
author avatar
9 Nov 2018 - 12:22

کابل (پژواک، ١٨ لړم ٩٧): د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه نن د افغانستان د سولي عالي شورا، طالبانو او د سيمې د ١٢ هېوادونو د استازو په ګډون پيل شوه او د امريکا يو استازى هم په ګډون کوي. 

د افغانستان د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري د لړم په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مسکو د غونـډې اجنډا د افغانستان سوله او د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پيلول دي.

 د ده په وينا، د سولې عالي شورا څلور کسيز پلاوى په دغه غونډه کې ګډون کوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د پلاوي مشري حاجي دين محمد کوي او په کې مېرمن حبيبه سرابي، عبدالخبير اوچقون او مولوي عطاءالرحمن سليم شامل دي.

د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد د لړم په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي چې د مسکو په غونډه کې د دوى پنځه کسيز پلاوى ګډون کوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه پلاوي کې محمد عباس ستانکزی، مولوي عبدالسلام حنفي، مولوي شهاب الدين دلاور، مولوي ضياء الرحمن مدني او محمد سهيل شاهين شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دوى پلاوى به په دې غونډه کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه خپل دريځ روښانه کړي.

طالبانو ويلي، دا غونډه له هېڅ لوري سره کوم ډول مذاکرات نه دي، بلکې د افغانستان د قضيې د حل لپاره سوله ييزې لارې چارې لټوي.

ټاکل شوې چې په دغه غونډه کې د ١٢ هېوادونو استازي هم ګډون وکړي.

دغه راز د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د مسکو په دغه غونډه کې په روسيه کې د امريکا د سفارت يو استازی هم د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې وه چې دا غونډه د روان زېږديز کال د سپټمبر په څلورمه ترسره شي، خو د افغانستان د حکومت په غوښتنه ځنډول شوې وه.

د سولې شورا وياند وايي چې د سولې ټولې هڅې د افغانستان په مشرۍ او مالکيت ترسره کېږي او هېڅ حکومت او بنسټونه نه شي کولى له افغانستان پرته دا پروسه پر مخ بوځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.