ميدان ښار(پژواک، ١٨ لړم ٩٧): د ميدان وردګو ولايت والي محمدعارف شاه جهان د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادراې ته له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.
د ميدان وردګو د والي د دفتر رييس احمدضيا عبدالزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې محمد عارف شاه جهان تېره ورځ يادې ادارې ته خپله استعفى ورکړې ده.
هغه وايي چې ده د والي د استعفى لامل نه دى څرګند.
ده وويل دا هم نه ده معلومه چې د شاه جهان استعفا منل شوې او که نه.
دى وايي چې دا مهال د ميدان وردګو ولايت مرستيال انجنير تاج محمد عمري د ولايت سرپرستي کوي.
محمدعارف شاه جهان تېر کال د سلواغې په وروستيو کې د ميدان وردګو د والي په توګه کار پيل کړى و.
شاه جهان تر هغه مخکې د فراه والي و، خو د فراه له ولايت څخه يې هم تېر کال د سلواغې په لومړيو کې استعفى کړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن