کابل(پژواک، ١٨ لړم ٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني، نن سهار ډايکنډي ولايت ته ولاړ او په دغه يوه ورځني سفر کې به يو شمېر پروژې پرانيزي.
د ولسمشر د وياند مرستيال شاه حسين مرتضوي د دغو څرګندونو تر څنګ ويلي چې د ولسمشر دويم مرستيال محمد سرور دانش هم په دغه سفر کې له غني سره ملګرى دى.
د هغه د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ولسمشر غني په دغه يوه ورځني سفر کې د لمريزې برېښنا يوه پروژه او د سوختوک بند کې د اوبو ټولولو پروژې پرانيزي او د ډايکنډي د مرکز نيلي ښار د برېښنا شبکې کار هم پيل شي.
دغه راز هغه وويل، ټاکل شوې ولسمشر په دغه سفر کې په امنيتي ناسته کې د ګډون تر څنګ، يوې لويې غونډې ته هم وينا وکړي.
مرتضوي وايي چې غني به له ملکي او پوځي چارواکيو، د ولايتي شورا غړيو، ديني عالمانو او قومي مشرانو، د پوهنتون استادانو، ځوانانو او د مدني ټولنې له غړيو سره جلا، جلا ليدنې ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن