ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لرګو او روسي سرو زرو بیې لوړې شوې دي

د لرګو او روسي سرو زرو بیې لوړې شوې دي

author avatar
10 Nov 2018 - 13:42
د لرګو او روسي سرو زرو بیې لوړې شوې دي
author avatar
10 Nov 2018 - 13:42

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۹۷): په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د لرګیو، روسي سرو زرو او غوړیو بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د شهيد څلورلار سیمه کې د لرګیو یوه پلورونکي خان محمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شنبې یو خروار بې پوسته بلوط لرګي په ۶۸۰۰ افغانیو پلورل کېدل خو نن ۷۰۰۰ افغانیو ته لوړ شوي دي او همدا راز تېره شنبې یو خروار سره ارچه لرګي په ۶۶۰۰ افغانیو وو  او نن یې بیه ۶۸۰۰ ته ختلې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د سړې هوا او زیاتې تقاضا له امله د لرګيو بیه هم لوړه شوې ده.

خو د تېلو او ګازو بیې پر خپل ځای دي.

د کابل ښار د وزیراباد د تېلو ټانک کارکوونکي عبدالهادي وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر د یو لېټر پټرولو بيه په ۵۷ افغانیو او یو لېتر ډېزل په ۵۵ افغانۍ پلورل کېږي.

همداراز د کابل ښار د تایمني سيمې په څلورم سړک کې ګازپلورونکي احمد جاوېد وویل چې نن د تېرې اوونۍ په څېر یو کیلو اوبلن ګاز په ۶۵ افغانۍ پلورل کېږي.

په خوراکي توکو کې د غوړیو بيه یو څه لوړه شوې ده.

د کابل ښار د خوراکي توکو د ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په نسبت د ۱۶ کیلويي خورشید غوړیو بیه له ۱۰۲۰ افغانیو څخه ۱۰۵۰ ته لوړه شوې ده.

خو هغه زیاته کړه چې نن د تېرې شنبې په څېر په عمده ډول ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۱۷۴۰ افغانیو، پنځوس کیلويي قزاقي اوړه په ۱۳۴۰ افغانۍ، ۲۴ کیلويي لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجې په ۲۰۲۰ افغانیو او ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۰۲۰ افغانیو پلورل کېږي.

همداراز د کابل ښار په منډوي کې چای پلورونکي نوراحمد خیرخواه وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر یو کیلو اندونیزیايي شين چای په ۲۸۰ او یو کیلو افریقایي تور چای په ۳۰۰ افغانیو پلوري.

د ځینو توکو پرچون بيې له عمده بیو سره څه ناڅه توپير لري، خو په ځينو مواردو کې زیات توپير لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو پلورونکي احمد ولي پنجشیري وويل چې نن ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره په پرچون ډول ۱۸۰۰ افغانۍ، ۵۰ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۰۰ افغانیو، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وریجې په ۲۴۰۰ افغانیو، ۱۶ کیلويي خورشید غوړي ۱۱۵۰ افغانيو، یو کیلو اندونیزیايي شين چای په ۳۰۰ افغانیو او یو کیلو افریقايي تور چای په ۳۵۰ افغانیو پلوري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.